لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زینب په جنسي تېري او وژنه تورن عمران په ۱۷م اکتوبر تېزندۍ کېږي


د لاهور د ترهګرۍ دمخنیوي ځانګړې محکمې دپنجاب په قصور سیمه کې په اووه کلنه ماشومه زینب دجنسي تیري اؤ وروسته دهغې په وژنه کې د ککړ مجرم عمران په دار دخیژؤلو حکمنامه جاري کړې اؤ ټاکل شوې اوس به دغه مجرم ته په ۱۷م اکتوبر تېزندي ورکول کیږي.

محکمې دشپږو تورونو په اساس مجرم عمران ته د۲۱ ځله تیزندي کولو،عمري بند اؤ‌ بیلابیلو جرمانو سزاګانې اورولې وې.

د روان کال په پیل کې دپنجاب قصور سیمې څخه اووه کلنه ماشومه زینب تښتول شوې وه چې په نهمه جنورۍ دهغې مړی په یو ډير موندل شوی ؤ.

په ماشومه زینب دجنسي تیري اؤ دهغې د وژنې په ضد ګرد هیواد کې سخت احتجاجونه شوي وؤ .

په ۲۳مه جنورۍ دپنجاب پولیسو مجرم عمران نیولی ؤ اؤ دپلټنو نه ثابته شوې وه چې هغه په اتوؤ نورو ماشومانو جینکو د جنسي تیري نه وروسته هغوي هم وژلې وې.

ه پاکستان کې په ماشومانو دجنسي زیاتیو کچه داندیښنو تر بریده لوړه شوې ده اؤ په زینب د جنسي تیري اؤ دهغې د وژنې وروسته په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې داسې نورې پېښې هم رامینځته شوي چې پکې په ماشومانو جینکو دجنسي تیري وروسته هغوئ وژلې شوې دي.

تیرکال قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوؤ شمیرو کې ویل شوي وؤ چې تیرو پینځوؤ کالو کې په دغه هیواد کې په ۱۷زره اؤ ۸۶۲ؤ ماشومانو جنسي تیری شوی دی

دماشومانو اؤ‌بشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین وایي چې دپاکستان په تعلیمي ادارو کې ماشومانو ته هیڅ روزنه نه ورکول کیږي چې څنګه باید د جنسي تیریو نه ځان خوندي وساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG