لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:بهر نه دبانکونو دلارې هېواد ته دپیسو راماتولو دپاره ځانګړی پیکج اعلانوؤ


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي دهغه حکومت به بهرنیو هیوادونو څخه د بانکونو دلارې هیواد ته دپاکستانیانو دپیسو را اړؤلو په لاره کې پراته ټول قانوني خنډان له مینځه وړي اؤ هیله ده چې دې سره به بهر نه پاکستان ته راتلونکو پنګو کې د ۲۰ نه تر ۴۰ اربو روپو زیاتوالی راشي.

په پاکستان کې دعمران خان دنوي حکومت جوړیدو سره سم ددې هیواد اقتصادي وضعیت زیات خراب شوی اؤ پاکستان اوړمه ورځ د نړیوالې مالیاتي ادارې ای ایم ایف څخه دپور خواست کړی دی.

واکمنۍ کې له راتلو وړاندې عمران خان بهر نه د پورونو اخستلو سخت مخالف ؤ اؤ ویلي یې وؤ هغه به ځان ووژني خو پور به ونه غواړي ولې اوس وایي چې دبهرنیو پورونو دبار نه وتلو دپاره نوی پور اخستل ضروري دي.

د جمعې په ورځ په ټوئټر عمران خان لیکلي چې هغه دسمندر پورې پاکستانیان سره تفصیلي لیدنه کړې اؤ حکومت یې هغوئ ته داسانتیاؤ ورکولو اؤ دبانکونو دلارې هیواد ته د پېسو رالیږلو دپاره یو ځانګړی پیکج اعلانوي.

هغه ویلي فلپائن زمونږ په وړاندې یو مثال دی ځکه چې دغه هیواد هم خپل معیشت له دې لارې ښه کړی دی .

دپاکستان وزیراعظم عمران خان دا مهال دخپلو سیاسي مخالفینو د سختو نیوکو لاندې راغلی اؤ دهیواد دخراب اقتصادي وضعیت لامل دحکومتوالۍ دتجربې نشتوالی ښایي .

خو وزیراعظم عمران خان بیا دریځ چې هیواد پخوانیو حکومتونو د بهرنیو پورونو دبار لاندې ګیر کړی اؤ دهغه حکومت به په اساسي ګامونو اخستلو هیواد د روان اقتصادي بحران څخه وباس

XS
SM
MD
LG