لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترکي حکومت امریکایي چارواکو ته ویلي چې د جمال خاشقچي د وژنې ثبوتونه لري


واشنګټن ـــ د ترکي په استنبول ښار کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي بې درکۍ ته د یوې اوونۍ نه زیات وخت تېرېدو باوجود د هغه هیڅ پته نه ده لگېدلې. جمال خاشقجي په امریکا کې د خودساخته جلاوطنۍ ژوند تېرولو او د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ لپاره یې لیکل هم کول.

د امریکا واشنگټن پوسټ اخبار ویلي، د ترکي حکومت امریکايي چارواکو ته ویلي له دوی سره داسې اډیو او وېډیو ثبوتونو شته چې ښايي خبریال جمال خاشقجي په استنبول کې سعودي قونصلېټ کې دننه وژل شوی او بیا یې وجود ټوټې ټوټې کړل شوی دی.

د چارواکو ترمخه په قونصلگرۍ کې دننه رېکارډ شوو معلوماتو تر مخه د اکتوبر په ٢مه نېټه چې کله خاشقجي د ضروري دستاوېزاتو تر لاسه کولو لپاره قونصلگرۍ ته ورغی نو د سعودي امنیتي محافظانو ونیو.

دغه ‏سرچینې چې ورته د غربي استخباراتي اېجنسۍ له خوا معلومات ورکړل شوي دي ویلي چې ثبوتونه ښايي په قونصلگرۍ کې دننه په چا د حملې او بیا د ځان بچ کولو هڅه شوې ده. د سرچینو ترمخه د هغه وخت ثبوتونه هم شته کله چې خاشقجي ووژل شو.

په قونصلگرۍ کې دننه رېکارډ شوې اډیو په اړه معلومات لرونکي یو تن د پېژندګلوۍ پټ ساتلو په شرط ویلي چې رېکارډ شوو اوازونو کې اورېدل کیږي چې له خاشقجي نه په عربي ژبه کې تفتیش کیږي، تشدد پرې کیږي او بیا و وژل شو.

یو بل تن چې په قونصلگرۍ کې دننه د ریکارډ شوو اوازونو په اړه ورسره معلومات وو ویلي چې په دې کې د خاشقجي سره وهل ټکول کولو اوازونه واضح دي.

د داسې ثبوتونو موجودگي سره دا واضح شوه چې ولې د ترکي چارواکو فوراً په سعودي تور ولگاوه چې خاشقجي یې وژلی دی، خو د ترکي چارواکي د دې ثبوتونو د خپرولو په اړه اندېښمن دي او ویره لري چې دا به په ډاگه شي چې ترک څنګه په خپل هېواد کې په بهرني ادارو باندې جاسوسي کوي.

واشنگټن پوسټ اخبار نور لیکي دا واضح نه ده چې ایا امریکايي چارواکو دا آډیو یا ویډیو ریکارډنگز کتلي یا اورېدلي دي خو د ترکي چارواکو په دې کې موجود معلومات له امریکا سره شریک کړي دي.

سعودي چارواکو د خاشقجي په بې درکې کې له لاس لرلو انکار کړی او ویلي یې دي چې هغه قونصلگرۍ ته له ورتلو لږ وخت وروسته واپس تللی وو.

رویټرز خبري ایجنسۍ ویلي چې د سعودي عرب نه یو وفد ترکي ته رسېدلی چې د سعودي خبریال د بې درکۍ په اړه د گډو پلټنو برخه ده او د دې گډو پلټنو خواست د سعودي له خوا شوی وو. د ترکي حکومتي خبري اېجنسۍ اناډولو نیوز اېجنسۍ ویلي، دا وفد به د ترکي له حکومتي چارواکو سره هم خبرې اترې کوي.

د ترکي صدر اردوغان ویلي دي چې ترکي به د خاشقجي په بې درکۍ غلی نه پاتې کیږي او په استنبول کې د سعودي قونصلگرۍ په چارواکو یې غږ کړی دی چې دا دې ثابته کړي چې خبریال د قونصلگرۍ نه بهر وتی وو.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د خاشقجي شکمنې وژنې ته یوه ناوړه پېښه ویلې خو په دې اړه یې په چا تور نه دی لگولی. صدر ټرمپ د امریکا له فوکس ټیلیویژن سره د خبرو په وخت ویلي، په ترکي کې د امریکا پلټونکي موجود دي او له ترکي او سعودي سره په گډه کار کوي.

XS
SM
MD
LG