لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د ژورنالسټ خاشقچي په بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې


د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د سعودي عرب د ژورنالسټ جمال خاشقچي په ترکي کې په بې درکۍ ډېر اندېښمن دی، خو د سعودي عرب سره د ۱۱۰ اربه ډالرو د وسلې سودا معطل کول نه غواړي.

د سعودي عرب ژورنالسټ جمال خاشقچي چې په امريکا کې په خپلسره جلاوطنۍ ؤ، په وروستي ځل په ترکي کې د سعودي عرب سفارتخانې ته په ننوتو ليدل شوی ؤ.

قاشقچي به په خپلو ليکنو او وېناګانو کې په سعودي عرب سخت ټکونه کول.

د ترکي د ټي ار ټي ټيلي ويژن د اردو ځانګې مشر فرقان حميد ويلی، د قاشقچي په پېښه کې د سعودي عرب د ککړتيا اشاره د هغې نه ترلاسه کيږي چې کله ۱۵ تنه سعودی سفارتکار او د سعودي عرب د خفيه ادارې کارمندان د قاشقچي نه وروسته سفارتخانې ته په ننوتو وليدل شو.

له دغې وروسته دا نه شوه مالومه چې قاشقچي څه شو، ووژل شو، وتښتول يا چرته بوتلی شو.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت سعودي عرب ته خواست کړی چې د بې درکه ژورنالسټ مالومات وکړي.

د راپورونو ترمخه د سعودي عرب حکومت په کلکه دا خبره رد کړې ده چې د قاشقچي په بې درکه کولو يا وژنه کې لاس لري، او لويديځه میډيا په دغسې کولو سعودي عرب بدناموي.

راپورونه وايي سعودي عرب د ژورنالسټ د امريکا نه د بيرته راوستلو هڅې کړې وې خو په دغه کار کې پاتې راغلی ؤ.

د صدر ټرمپ نه پوښتنه شوې چې هغه له قاشقچي ته خبر ورکول پکار ؤ چې ژوند ته يې خطره ده، په ځواب کې صدر ويلي ژورنالسټ په ترکي کې بې درکه شوی په امريکا کې نه دی، خو ويلی يې دي امریکا د دې پېښې په بشپړ ډول پلټنې غواړي.

قاشقچي د سعودي عرب د يوې با اثره کورنۍ سره تعلق لري او هغه د ۹۰م د لسيزې راهسې د یو شمېر سعودي او بهرنيو مطبوعاتو سره د خبريال په توګه دنده ترسره کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG