وزيراعظم عمران خان د قبايلي سيمې د سېنېټرانو سره په ليدنه کې دا باور ورکړی چې حکومت به يې د پخوانۍ (فاټا) په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډولو عمل بشپړ کړي خو نېټه يې نه ټاکلې چې دا عمل به د کله پورې ترسره شي.
د وزيراعظم سره پرون د جمعې په ورځ د قبايلي ضلعو سېنېټرانو ليده کاته شوي دي.
سېنېټر اورنګزېب خان وايي، د وزيراعظم سره يې د سيمې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډولو په ټول عمل خبرې شوي دي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اورنګزېب خان وويل، "وزيراعظم راته باور راکړی چې په درېو مياشتو کې به په سيمه کې بلدياتي انتخابات وشي او نور کار به هم کولی شي".
د قبایلي سيمې سېنېټران وايي دوی ګڼي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د سيمې د ورګډېدو په عمل کې اصل مسله د پېسو ده.
يو بل سېنېټر مرزا محمد افريدی هم چې په دې ناسته کې شريک ؤ، وايي دوی وزيراعظم ته مشوره ورکړې که علاقې ته د يو کال دپاره ۱۰۰ اربه روپۍ په يو ځای نه مېلاويږي نو دغه پېسې دې د درېو مياشتو په حساب ورکړی شي.
دوي وايي ښکاري چې د قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډېدو عمل به وخت واخلي.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان سترې محکمې خبر يا نوټس اخيستی چې د ۲۵م ايينې بدلون وروسته په قبايلي سيمو کې عدالتونه او پوليس تراوسه ولې نه دي پرځای شوي؟.
عدالت په ۱۵م اکتوبر د حکومت او اړونده ادارو څخه ځواب غوښتی دی.
د روان کال مې په وروستيو کې د پارليمان او د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ نه د ۲۵م ايينې بدلون منظورېدو د لارې فاټا د خېبرپښتونخوا برخه ګرځول شوې او د اېف سي ار د قانون پرځای په سيمه کې د لنډې مودې دپاره ادارې (فاټا انټرم ګورننس ريګولېشن) پرځای کړی شوی ؤ.
د راپورونو ترمخه وزیراعظم د سيمې سېنېټرانو ته باور ورکړی چې مرکزي حکومت به د صحت، تعليم او ابادۍ په رنګ بنیادي اسانتياؤ په برخه کې د صوبې د حکومت مرسته کوي.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د عمل بشپړ کولو دپاره يوه کميټي يا ټاسک فورس هم جوړ کړی دی.