لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چينايي ‌‌‌‌‌‌ډپلومېټ مسلمانانو ته د خنزير د ورکولو په خبر حسېن حقاني سره په جګړه


په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني په يوه ليکنه کې ادعا کړې چې، چين د ايغور مسلمانانو نه غواړي چې د خنزير يا سور غوښه وخوري.

په دغه خبر ورکولو په پاکستان کې د چين مرستيال استازی يا ډپلومېټ په ټويټر د حسېن حقاني سره په جګړه شوی دی.

حقاني په ليک کې ويلي، چين د ايغور مسلمانانو لږکیو نه د خنزير يا سور د غوښې خوړولو غوښتنه کوي، او د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په ۱۱ ملينه ايغور مسلمانانو کې د حلال خوراکونو پرضد حرکت پېل کړی دی.

په اسلام اباد کې د چين مرستيال استازي ليجيان ژاؤ په ټويټر حسېن حقاني ته په ځواب کې ويلي،

"يو تن چې خپل قوميت او خاوره نه لري په چين بې اثاثه بريدونه کوي، افسوس".

حسېن حقاني بيا د چين استازي په ځواب کې ويلي،

"د چين يو سفارتکار چې د خپل نوم څخه يې (محمد) لرې کړی په ټویټر په ما حملې کوي په ځای د دې چې د ليکنې رد کړي".

د چين استازي په يو بل ټویټ کې ليکلي،

"هغوي تاته څومره پېسې درکوي؟ تاسو دروغ وايئ او په چين بریدونه کوئ. ما تاسو ته د پخواني سفير په حېث درناوی درلود، خو نور يې نه کوم".

حقاني په ليکنه کې ويلي، بيجنګ ټولو مذهبونو ته د شک په نظر ګوري او ګواښ يې بلي او په ځانګړي ډول په اسلام مذهب تشدد پله د راپارولو تور لګوي.

حسېن حقاني د چين په لويديځ کې د سنکيانګ په چارواکو د سلګونو مسلمانانو د نیولو په هغوی د خنزير خورولو او د اسلام د عقيدې نه د ګرځولو تور هم لګولی دی.

د روان کال مې په مياشت کې واشنګټن پوسټ هم په رپوټ کې ویلي ؤ، په سنکيانګ صوبه کې د يو ملين نه زيات مسلمانان نیول شوي ځورول کیږي او د بيا زده کړو په کېمپونو کې اچول شوي دي.

په ياد رپوټ کې د ځايي مسلمانانو له قوله ليکل شوي چې د دوی سره څنګه د ځورونې رويه ساتل کيږي او څنګه د دوی د ځوانانو دماغ وينځنه روانه ده.

د چين په سنکيانګ صوبه کې په مسلمانانو لږکيو د چين د چارواکو لخوا د ځورونې خبرونه وخت په وخت په نړيوالو مطبوعاتو کې خپريږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG