لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

علي وزير د پوځي وياند د بيان په ځواب کې ويلي، "دوی هم تحفظات لري"


د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په اړوند بيان ته په ځواب کې علي وزير هم د تحفظاتو څرګندونه کړې ده.

د پاکستان د ميډيا ترمخه د پوځ وياند په لندن کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، "دوی په دې پوهه دي چې منظور پشتين هیڅ قوت نه لري چې لویې غونډې راجوړې کړي، خو دوی په دې هم خبر دي چې د دغو مظاهرو يا غونډو په شا څوک دي او مالي سرچينې يې کومې دي".

د پوځي ویاند د پي ټي اېم په اړوند څرګندونو ته د قامي اسمبلۍ غړي او د پي ټي اېم مخکښ مشر علي وزير په ټويټر ځواب ورکړی او ويلي يې دي،

"د غفور په نوم يو تن په لندن کې په پي ټي اېم د تحفظاتو ويلي دي. د هغه نه دې څوک پوښتنه وکړي چې د څلورو زرو کسانو خرڅولو، د ۴۰ زرو پښتنو وژنو، اته زرو بې درکه کولو، ۲۲ زره دوکانونو غورځولو، يو لاک کورونو ويجاړولو، ۳۰ لاکه خلکو په کلونو په جلاوطنۍ مونږ ته هم سخت تحفظات دي".

د پوځ ویاند ويلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ نه ورته مسله نشته خو د تګلارې او پېغام سره يې اختلاف لري او د پاکستانيانو د بې لارې کولو هڅه کوي.

اصف غفور ويلي دا مسله ژوره ده او د سړي نه مخکې تېره ده.

پوځي ویاند زياته کړې په قبايلي او نورو سيمو کې ترهګرو د پاکستان پرضد ځالې جوړې کړې وې او پوځ د ترهګرو نه د يادو سيمو پاکولو په جګړه کې قربانۍ ورکړي دي.

د پښتنو د حقونو دپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال په سر کې د خپلو څو غوښتنو سره تر اسلام اباده لاريون کړی، هلته يې احتجاجي ناسته کړې او له هغې وروسته يې د ملک په غټو وړو ښارونو کې جلسې هم کړي دي.

د منظور پشتين په مشرۍ غورځنګ غوښتنې د لومړي سر نه دا غوښتنې کوي چې،

د نقيب مسيد په جعلي مقابله کې د وژنې په قضيه کې دې انصاف وشي، په پوځي چېک پوستو دې د خلکو بې ځايه ځورونې ودرول شي، په وزيرستان کې دې د کومې بدې پېښې وروسته غېر اعلاني کرفيو نه لګول کيږي، په وزيرستان کې دې ښخ ماينونه پاک کړی شي او بې درکه خلک دې عدالتونه ته وړاندې کړی شي.

پي ټي اېم وايي د ملک د ائين او قانون په چوکاټ کې غوښتنې کوي.

له دې وړاندې هم د پي ټي اېم په جلسو او مالي مرستو تورونه لګېدلي خو د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي د دوی چندې په ښکاره وي او په جلسو کې خلک په خپله پېسې ورکوي.

XS
SM
MD
LG