لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهمينه دراني: شهباز شريف په تنګه کوټه کې بند، د مجرم په څېر چلند ورسره کولی شي


د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف مېرمن تهمينه دراني ویلي، " د نېب د نيولو اته ورځې وروسته يې د مېړه سره وليده، خو د هغه سره د مجرم په څېر چلند روان دی".

د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف ورور او د پنجاب صوبې پخوانی اعلا وزير شهباز شريف د احتساب قامي ادارې (نېب) د روانې مياشتې په پينځمه نېټه د پاکو اوبو په پروژه کې عدالت ته غوښتی او بيا يې د اشيانه په نوم د کورونو په پروژه کې د غبن په تور نيولی ؤ.

د نيولو په دوېمه ورځ د احتساب عدالت شهباز شریف د ۱۰ ورځو دپاره نېب ته د ريمانډ دپاره سپارلی شوی ؤ.

تهمينه دراني په ټویټر ويلي، اته ورځې وروسته ورته د مېړه سره د ليدو اجازه ورکړی شوه. هغې ويلي مېړه يې په لس فټه کوټه کې بند دی د هوا لار ورته نشته او په کوټه کې يې د شپې او ورځې توپير نه کيږي.

هغې ویلي، شهباز شريف ته ايرکنډيشن نشته، ورځپاڼه نه ورکول کيږي په کوټه يې دوه قلفونه لګول شوي او شخصي تشناب نه لري، ماشي او نور حشرات ورته په ديوالونو ګرځي.

دراني تور لګولی، مېړه ته يې وکيل نه پرېښودی کيږي، او د هغه نه په ورځ کې يواځې ۳۰ دقيقې (منټه) پوښتنې کولی شي.

د شهباز شريف ښځې ویلي، چې د مېړه نه یې پلټنې نه کيږي نو د مجرم په څېر چلند ورسره ولي کولی شي؟ او هغه ولې بند کړی شوی دی؟.

دراني ویلي، هغه او مېړه يې يواځې خبرو ته نه دي پرېښودی شوي.

په قامی اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو په مشر شهباز شریف د نېب لخوا تورونه لګول شوي چې د اشیانه اقبال په نوم د کورونو جوړولو یوه پروژه کې یې په ناقانونه ډول د ټېکې ورکولو د لارې قامي خزانې ته دکرړونو روپو زیان رسولی دی.

خو شهباز شریف د احتساب عدالت ته د وړاندې کېدو په مهال په ځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ چې د هغه پرضد ټولې مقدمې د سیاسي انتقام په اساس جوړې کړل شوي دي.

له دې وړاندې نوازشریف تېر کال د پاناما په قضيه کې د وزيراعظم د چوکۍ څخه نااهله کړی شوی او بيا سږ کال د احتساب عدالت د ملک نه بهر د ناجايزه شتمنيو لرو په تور کې نوازشريف ته د لسو کالو، لور مريم نواز ته يې د اووه کاله او زوم ته يې د يو کال بند سزا اورولې وه.

خو وروسته د اسلام اباد هايکورټ هغوی په ضمانت خوشي کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG