لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګډانی: په بېړۍ د اور لګېدو له امله اووه خواري کښ ژوبل شوي


د بلوچستان صوبې په ګډاني کې د سمندري بېړو (جهازونو) په يوه اډه کې په یو جهاز نن سهار اور لګېدلی او اووه خواري کښ پکې ژوبل شوي دي.

د ګډاني نه د خواري کښو د يوې اتحاديې مشر دوا خان يوسفزي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، نن د اتوار، يکشنبې په سهار اته بجې په نهم او لسم پلاټ کې د جهاز نه په داسې حال کې لمبې پورته شوې چې پکې مزدوران په کار بوخت وو.

هغه وويل د اور لګېدو سره سم خواري کښ د جهاز نه ښکته شوي خو اووه تنه پکې سوځېدلي او کراچۍ ته د درملنۍ دپاره وړل شوي دي.

هغه وويل، دومره ورته مالومه ده چې په ژوبلو کې د ځينو تعلق د سوات سره دی کره تفصيلي مالومات يې نه دي ترلاسه کړي.

د چارواکو په وېنا په جهاز کې لګېدلی اوور نزدې په دوه ساعتونو کې په بشپړ ډول قابو کړی شوی دی.

د دوا خان په وېنا په دغه جهاز کې دوېمه مياشت ده چې نزدې ۲۵۰ خواري کښ پکې لګيا دي په ګېس يې کټ کوي.

هغه وويل دوه ورځې وړاندې هم په يو بله بېړۍ کې اور لګېدلی خو کوم زیان پکې نه ؤ رامنځته شوی.

د کراچۍ نه نزدې ۵۰ کلوميټره لرې د ګډاني د سمندري جهازونو ماتولو په اډه کې نزدې دوه کاله وړاندې په يوه بېړۍ اور لګېدلی او ۲۶ خواري کښ پکې وژل شوي وو.

دوا خان وايي کره شمېره نه ده مالومه خو په ګډاني کې د نهه زرو نه زیات خواري کښ جهازونه ماتوي چې زيات پکې پښتانه دي.

هغه وايي د دغو مزدورانو د ساتنې هيڅ انتظام نشته، او د ورځې اجرت يې هم کم دی، د ورځې د عام مزدور دياړي ۹۲۵ روپۍ، د کاريګر يا استاز دياړي ۱۳۰۰ او د کچه مزدور دياړي ۵۰۰ روپۍ ده.

په ګډاني کې زياتره د تېلو د ټېنکر په توګه کارېدونکي بېړۍ ماتول کيږي چې د بهر هېوادونو څخه راځي.

د ګډاني په اډه د چاپيريال په اړوند هم پوښتنې راپورته کيږي چې په دې اډه د جهازونو نه د راويستی کېدونکو ناکاره موادو يا کېمېکلو د سمبالولو دپاره هيڅ انتظام نشته کوم چې د چاپيريال دپاره ډېر خطرناک ګڼل کيږي.

XS
SM
MD
LG