د ډېورنډ په کرښه د پاکستاني ځواکونو د سيمو د ازغن تار لګولو په سر د افغان ځواکونو سره نښته شوې او له هغې وروسته د پرون اتوار، يکشنبې د ورځې نه د چمن لار د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې ده.
د پاکستاني چارواکو په وېنا ځواکونه يې د چمن څخه جنوب پله په تانده دره کې د افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار لګولو د معمول کار په بوخت ؤ او په دغه مهال يې افغان ځواکونو مخه نيولې ده.
د پاکستاني چارواکو په وېنا په سيمه کې بيا د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ ډزې شوي د دواړو غاړو نه درنې او سپکې وسلې کارول شوي خو د مرګ ژوبلې کومه پېښه پکې نه ده رامنځته شوې.
د چمن څخه د وي او ای ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي د پېښې وروستو د ازغن تار لګولو کار ودرول شوی او د افغانستان سره د چمن لويه لار د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.
هغه وويل نن ورته د پاکستاني چارواکو سرچينو ويلي دوی د چمن د لارې خلاصولو هڅه کړې خو د افغانستان لخوا ورته مثبت ځواب نه دی ويل شوی.
پرون د افغانستان د کندهار ولایت چارواکو ویلي پاکستاني ځواکونو د افغانستان د سرو څاهانو په سیمه کې د اغزن تار د غځلو کار پیل کړ خو د افغان پوله ساتونکو ځواکونو لخوا یې مخه ونیول شوه.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ويلي چې په سیمه کې اغزن تار د غځیدو د مخینوي په غبرګون کې پاکستاني پوځیانو پر افغان پوله ساتوځواکونو د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې خو د افغان سرحدي ځواکونو يې ځواب کړی دی.
ضیا دراني زیاته کړې د کندهار سیمه ییزه اداره د افغانستان په سویل کې په ډیورنډ کرښه د پاکستان حکومت لخوا اغزن تار له غځېدو سره مخالف دی او په هیڅ صورت د دې اجازه نه ورکوي چې له کندهار سره نښتې په ډیورنډ فرضي کرښه اغزن تار وغځول شي.
نوموړي ويلي، په کندهارکې امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې له خپلې خاورې او له سرحدونو دفاع وکړي او دهر هغه عمل پر وړاندې به مبارزه کوي چې هغه زمونږ د ملي ګټو او د ملت په خلاف وي.
پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.
راپورونه وايي د دوؤ کالو په موده کې به پاکستان د افغانستان سره په ګډه پوله ازغن تار او نزدې ۷۵۰ پوستې جوړې کړي.
خو افغان چارواکو وخت په وخت څرګنده کړې ده چې د فرصت په ترلاسه کولو به دپاکستان لخوا په پوله لګول کیدونکي تاسیسات له مینځه وړي.
پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني او افغانستان يې په رسميت نه مني.