لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي عرب د ژورنالسټ په سر د صدر ټرمپ ګواښ رد کړی دی


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي ژورنالسټ جمال خاشقچي د بې درکۍ په سر په سعودي عرب د بندېزونو ګواښ کړی خو سعودي عرب يې په غبرګون کې ويلي چې د بندېزونو په بدل کې به سخت اقتصادي ځواب ورکړي.

د صدر ټرمپ د ګواښ وروسته د سعودي عرب د ونډو بازار هم اووه فيصده راټيټ شوی ؤ.

ترکي ګڼي چې خاشقچي دوه اوونۍ وړاندې په استنبول کې د سعودی عرب په قونصلګرۍ کې وژل شوی دی.

سعودي عرب دغه تورونه ردوي خو داسې کوم ثبوت يې هم نه دی ورکړی چې خاشقچي د واده د اسنادو په لړ کې قونصلګرۍ ته راغلی او بيرته ژوندی تللی دی.

د سعودي دولتي خبري ادارې د چارواکو د سرچينو له قوله ويلي، سعودي عرب په بشپړ ډول هر رنګه ګواښونه ردوي او د اقتصادي بندېزونو ته به سخت ځواب اووايي.

سعودي چارواکي د نوم نه څرګندونو په سر ویلي که پرضد يې کوم ګام اخيستل کيږي نو غټ ځواب به ورته ورکوي.

هغه زياته کړې داسې نه چې يواځې غټ اقتصاد لري بلکې د ګردۍ نړۍ د تېلو غټ صادرونکی هېواد دی او په نړيوال اقتصاد کې با اثره رول لري.

صدر ټرمپ سي بي اېس سره په مرکه کې ويلي که دا ثابته شي چې خاشقچي د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې وژل شوی نو سخته سزا به يې ورکړي.

خاشقچي په امریکا کې خپلسره جلاوطني اختیار کړې وه، او د سعودي عرب د وليعهد سلمان د حکومت ناقد ؤ.

صدر ټرمپ ويلي تراوسه هيڅ پته نشته چې په قونصلګرۍ کې دننه څه شوي دي، خو مونږ به دا خبره ښکاره کوو که چرته د سلمان په وېنا خاشقچي وژل شوی وي.

بل لور ته د ترکي يوې ورځپاڼې ادعا کړې چې د ترکي چارواکو د سعودي ژورنالسټ د استنبول په قونصلګرۍ کې په هغه د تشدد او بيا د وژنې په اړوند ځينې غږيز ريکارډنګ ترلاسه کړی دی.

د ترکي صباح ورځپاڼې دغه خبر په داسې حال کې ورکړی چې د سعودي عرب د کارپوهانو يوه ډله ترکي ته رسېدلې تر څو د ترکي د چارواکو سره په ګډه د خاشقچي د بې درکۍ پلټنې وکړي.

ورځپاڼې ویلي چې په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرۍ ته د تلو په وخت د قاشقجي په لاس د اېپل ګهړۍ وه او دغه ګهړۍ د قونصلګرۍ نه بهر د هغه د کوژدې ملګرې د موبايل سره يو ځای چلېده يا نښلول شوې وه.

ويل شوي د ګهړۍ د لارې ځينې ريکارډنګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG