لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په هر توپ شپږیزه:حضرالله ځاځي افغانستان ته نړیوال ریکارډ ور په برخه کړو


حضرت الله ځاځی

دافغانستان دکرکټ لوبغاړي حضرت الله ځاځي په یو اوور کې د شپږو چهکو یا شپزیزو جوړؤلو په نړیوال ریکارډ جوړونکو کې شامل شوی دی.

تر دې وړاندې په نړۍ کې پینځوؤ نورو توپ وهونکو هم دا ویاړ پغاړه لرلو چې په شپږو توپونو کې په هر توپ یوه،یوه شپږیزه جوړه کړي خو اوس حضرت الله ځاځی هم په یو اوور کې د شپږو، سپږیزو جوړونکو کتار کې شامل شوی دی.

دمتحده عرب اماراتو دشارجې په کرکټ لوبغالي کې دافغانستان دپریمئیر لیګ په لوبو کې د بلخ لیجنډز په ضد دکابل ځوانانو لوبډله کې لوبېدونکي لوبغاړي حضرت الله ځاځي د سیالۍ د دوهم پړاؤ په څلورم اوور کې دغه ویاړ ترلاسه کړی دی.

دشپږو چهکو یا شپزیزو جوړولو تر څنګ هغه په ټي ټوئنټي کرکټ کې هم یوازې په ۱۲ؤ توپونو ترټولو په چټکیتا سره د۵۰ؤ منډو جوړولو ویاړ ګټلی دی.

هغه په دغه سیالۍ کې په ۱۷ؤ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړي دي.

رسنیو سره خبرو کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي ویلي” مادپاره دا ډير دخوښۍ مقام دی چې دخپلې خوښې دلوبغاړي کرس ګیل مخې ته مې خپله لوبه هم وړاندې کړه”

تر دې وړاندې د ویسټ انډیز سر ګیري سوبرز اؤ کرس ګیل،دهند روي شاستري اؤ یوراج سنګهـ،دجنوبي افریقې هرشیل ګبز اؤ د انګلینډ روس وائټلی په یو،یو اوور کې دشپږو ،شپزیزو ویاړونه ترلاسه کړي وؤ.

XS
SM
MD
LG