لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل صنم: یوه تنګ نظره ټولنه کې دجینکو موسیقي اؤ تعلیم کول اسان نه دي


دپښتو پېغله سندرغاړې ګل صنم وایي هغه غواړي چې دتعلیم سره سره دموسیقۍ تعلیم هم ترلاسه کړي اؤ په راتلونکي کې د یوې لویې هنرمندې په توګه نړۍ کې مقام پیدا کړي خو پښتونخوا کې ورته خپل دغه خوب ممکن نه ښکاري.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ګل صنم ویلي “موسیقي زما جنون دی، زه غواړم چې ددې فن په ټولو باریکیو ځان پوهه کړم اؤ دیوې پروفیشنل تعلیم یافته هنرمندې په توګه دموسیقۍ میدان کې خپل خدمات ترسره کړم خو دلته داسې هیڅ نشته چې نوؤ هنرمندانو ته د وړاندې تګ حوصلې یا موقعې ورکړي”

ګل صنم د پښتو پیغله سندرغاړې ده ، تر دې دمه یې په شلګونو سندرې دفلم ،ټي وي، راډیو اؤ سندریزو البمونو دپاره ویلي اؤ خلکو خوښې کړي هم دي.

په پیښور کې میشته د نوښار سیمې سره تعلق لرونکې دا پیغله هنرمنده په وولسم ټولګي کې د زده کړو کولو ترڅنګ دا مهال دخپل پلار پائیو خان نه د موسیقۍ زده کړې هم کوي څوک چې پخپله هم د هارمونیم یو تکړه استاد دی .

ګل صنم وایي چې تر دې مهاله یې څومره سندرې په فلمونو یا سندریزو البمونو کې ویلي هغه خلکو خوښې کړي اؤ دې ته یې ډاډ بخښلی چې په سختو حالاتو کې هم دموسیقۍ هنر په وړاندې بوځي.

دهغې په وینا” دلته یو مشکل نه دی کنه ، دهر طرفه مشکلات دي، اول خبره خو دیوې پیغلې دپاره دا ګرانه ده چې هغه په یوه تنګ نظره معاشره کې سندرو ویلو ته راوړاندې شي، دخپل کور، خپلې معاشرې، عزیزانو خپلوانو پیغورونه به اورې ، بیا چې دموسیقۍ میدان کې دپرمختګ دپاره لاس پښې وهې نو هر لوري ته به درته تیاره ښکاري ، هیڅوک نه شته چې ستا مرستې ته راوړاندې شي”

کله چې دهغې نه وپوښتل شول دصوبې دکلتور محکمه چې کومې کروړونه روپۍ دهنرمندانو په نوم خرچ کوي هغې کې دنوؤ هنرمندانو د روزنې دپاره څه اقدامات شامل دي ؟ ګل صنم وویل “هیځ نشته ، خو یا دسندرو پروګرام راجوړ کړي ، سندرغاړي راوغواړي سندرې پرې ووایي اؤ یا څو هنرمندانو ته پیسې ورکړي اؤ بس !”

هغې وویل که د عارضي بڼې د فعالیتونو پځایې د کلتور محکمه دغه پیسې د فن په وده اؤ دفنکارانو په روزنه مصرف کړي نو پښتانه فنکاران به دمدام دپاره د محتاجۍ دژوند نه بچ پاتې شي اؤ هم به پښتون کلتور په ټوله نړۍ کې په غوره توګه مخ راښکاره کړي.

ګل صنم وایي په پښتنه ټولنه کې اوس تعلیم یافته پیغلې اؤ زلمي دهنر نړۍ ته را راوان دي چې هغوئ دنړۍ په هنرونو هم نظر ساتلی، د کمپیوټر اؤ انټرنیټ دټینکنالوجۍ نه هم خبر دي که ددغو نوؤ پیغلو اؤ زلمو په ریاستي کچ ډاډګیرنه وشي نو دوئ د موسیقۍ دلارې په ټولنیز ژوند کې یو ښه بدلون رامینځته کولی شي.

هغه وایي چې کله خپل ښوونځي کې دنورو جینکو سره فارغ وخت ولري نو جینکۍ ترې ضرور د سندرو اوریدلو فرمائشونه کوي اؤ کله کله ورڅخه د خپلو کورنیو په ودونو ښادونو کې دسندرو ویلو غوښتنې هم کوي،

دګل صنم په وینا تراوسه ورته داسې نه ده محسوس شوې چې دښوونځي نورې جینکۍ یا استاذاني هغې ته په سپک نظر ګوري یا یې دهنر قدر نه کوي بلکې وایي چې خپلې هم صنفي جینګۍ اؤ استاذانې ورته د نورو جینکو په پرتله زیات درناوی ورکوي.

هغه وایي داستاد خیال محمد، هارون باچا، نازیه اقبال ، شکیله ناز ،لتامنګیشکر اؤسنوککر سندرې زیاتې اوري اؤ دهغې څخه هم زده کړې کوي.

ګل صنم وایي لمړی ترجیح یې خپل تعلیم سرته رسول دي، بیا به سندرو کې یو مهم مقام پیدا کوي اؤ له هغې وروسته به دخپل مور اؤ پلار په خوښه دخپل واده په اړوند پریکړه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG