لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د ژورنالسټ خاشقچي د وژنې منلو تیاری کوي، راپور


نيويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي سعودي عرب تیاری کوي چې د ژورنالسټ جمال خاشقچي د استنبول په قونصلګرۍ کې وژنه ومني خو په بدل رنګ يې وړاندې کړي.

او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي داسې امکان دی چې خاشقجي په بې دردۍ وژل شوی دی.

د ورځپاڼې ترمخه ښايي په دې خبر کې نوی بدلون د سعودي عرب سياسي بحران او د ټرمپ انتظامیې ځينې نيوکې هم کمې کړي.

صدر ټرمپ په ټويټر ویلي، "د سعودي عرب د باچا سره یې خبرې شوي او هغه ځان نا خبره ګڼي چې د سعودي د وګړي سره يې څه شوي دي، هغه ويلي چې د ترکي سره د نزدې نه کار کوي چې ځواب ومومي، زه په سمدستي ډول خارجه وزير د سلمان سره ليدو له لېږمه".

صدر ټرمپ ويلي، د سعودی عرب باچا ته يې ویلي نړۍ ګوري، خبرې کوي او دا ډېره ضروري ده چې د خبرې بېخ ته ورسېدل شي.

د ترکي چارواکي وايي ژورنالسټ خاشقجي دوه اوونۍ وړاندې په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې وژل شوی دی.

نيويارک ټايمز ليکلي، د سعودي عرب واکمنې کورنۍ ته نزدې يو تن ویلي خاشقچي د خبرو اترو په مهال د سعودي استخباراتي چارواکي چې د وليعهد دوست دی د هغه په وېنا په غلطۍ وژل شوی دی.

ياد تن ويلي وليعهد محمد منظوري ورکړې وه چې د خاشقچي نه تحقيقات وشي او يا یې سعودي عرب بیرته راوستو ته مجبور کړي.

د سعودي عرب ژورنالسټ جمال خاشقچي چې په خپل ځاني جلاوطنۍ په امریکا کې ؤ هغه به په خپلو ليکنو کې په وليعهد محمد بن سلمان نیوکې کولې.

هغه دوه اوونۍ وړاندې په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرۍ ته تللی او هلته بې درکه شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG