لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مائیک پمپیو دخبریال په شکمنه وژنه دسعودي شاه سلمان سره مخ په مخ خبرې کړي


دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو دسعودي خبریال جمال خاشقجي د شکمنې وژنې په معامله د سعودي عرب بادشاه سلمان بن عبدالعزیز سره مخ په مخ خبرې کړي .

مائیک پمپیو د امریکایي صدر ټرمپ په وینا نن (سه شنبه)دسعودي پلازمینې ریاض ته رسیدلی اؤ دغلته یې د شاه سلمان سره د بندو دروازو تر شاه لیدنه کړې ده.

دسعودي حکومت د کړنو مخالف وتلی سعودي خبریال جمال خاشقجي په دې وروستیو کې دویزې اخستلو په موخه استنبول کې د سعودي قونصلګري ته ننوتلی ؤ اؤ ویل کیږي چې له هغې وروسته له قونصلګرۍ نه دی راوتلی.

په نړیواله کچه دعوې کیږي چې دغه خبریال د سعودي چارواکو د قونصلګرۍ دننه وژلی خو سعودي عرب دا دعوې ردوي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که چرې سعودي نوموړی خبریال دقونصلګرۍ دننه وژلی وي نو ددې به ورته سخته سزا ورکړل کیږي.

دامریکا صدر ټرمپ په ټويټر ویلي، "د سعودي عرب د بادشاه سره یې خبرې شوي او هغه ځان نا خبره ګڼي چې د سعودي د وګړي سره يې څه شوي دي؟ هغه ويلي چې د ترکي سره د نزدې نه کار کوي چې ځواب ومومي، زه په سمدستي ډول خارجه وزير د سلمان سره ليدو له لېږمه”

د صدر ټرمپ ددغه ټوئټ نه وروسته د امریکا دبهرنیو چارو وزیر سعودي عرب کې د سعودي د بادشاه سره د جمال خاشقجي د بې درکۍ په معامله غږیدلی خو ددغه لیدنې زیات جذئیات مخې ته نه دي راغلي اؤ نه هم دا معلومه شوې ده چې دسعودي بادشاه امریکا ته څه دریځ وړاندې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي سعودي عرب امادګي نیسي چې دخبریال جمال خاشقچي د استنبول په قونصلګرۍ کې وژنه ومني خو په بدل رنګ يې وړاندې کړي.

د ترکي چارواکي وايي خبریال خاشقجي دوه اوونۍ وړاندې په استنبول کې د سعودي عرب په قونصلګرۍ کې وژل شوی دی

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG