لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیض محمد "کاکا": "مونږه نور د نوکرانو او څوکيدارانو غلامي نه منو".


په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه نیول شوي نهه تنه غړي تر ضمانت وروسته نن له زندانه را خوشي شول او له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، چې دوی به بیا هم د پښتنو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

په دوی کې یو ۸۸ کلن سپین ږیری فیض محمد "کاکا" هم وو، چې تر را خوشي کېدو وروسته خلکو هارونه ور په غاړه کړل او د صوابۍ په یوه چوک کې یې خلکو ته په خپل پيغام کې وویل، چې راپاڅي او پخپله خاروه امن پخپله راولي:

"پښتانه و ژغورئ، مونږه نور د خپلو نوکرانو او څوکيدارانو غلامي نه منو".

سپین ږیری فیض محمد پولیسو له خپلو ۸ نورو ملګرو سره په دې تور نیولی او بندي کړی وو، چې وایي د اګست په ۱۲مه یې د پښتون تحفظ موومنټ په جلسه کې په پاکستاني پوځ پسې خبرې کړې وې.

فیض محمد او اته نورو را خوشي شويو ملګرو ته له صوابۍ جېل څخه د را وتلو په وخت هارونه ور په اړه کړل شول او د لسګونو خلکو په بدرګه (امن چوک) ته لاړل او هلته یې خلکو ته وویل، چې دوی "پر خپله خاوره د امن غوښتلو په تور بندیان شوي وو".

څو ورځې وړاندې چې د دغو ۹ تنو ضمانت رد کړل شو، نو پولیسو دوی ونیول او عدالت ته په وړاندې کېدو جج سپین ږیري فیض محمد "کاکا" ته وویل چې هتکړۍ ترې لرې کوي او کور ته يې ليږي، خو ده ورته په ځواب کې وويل چې په دوی د دروغو مقدمه جوړه شوې ده او له ملګرو سره به يو ځای وي. نن بیا تر را خوشي کېدو وروسته له ۸۸ کلن زنداني همدا پوښتنه وشوه:

"زه په ټولو کې مشر وم، هغه مشر نه وي چې کشران خوشي پرېږدي او مشر ترې کور ته ځي، زه ټول عمر تر ملګرو مخکې په هر صف کې تللی یم او ملګري مې بچ کړي دي. ماته دا شرم ښکارېده چې تر ما کشران به په جېل کې پاتې کېږي او زه به کور ته ځم".

فیض محمد خان "کاکا" د ۱۹۳۰م کال په شاوخوا کې د صوابۍ په "شوه" کلي کې زېږېدلی، چې د باچا خان کلک ملګری او خدایي خدمتګار وو او له هغه سره یې په دې تحریک کې ۱۸ کاله بند تېر کړی وو، دغه راز د ده تره خواجه محمد خان هم په خدایي خدمتګار تحریک کې ۲۲ کاله بند تېر کړی وو.

۸۸ کلن فیض محمد په تانده ځوانۍ کې سیاست ته ملا تړلې او د خدایي خدمتګار تحریک په ګډون یې په نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډیموکرېټک پارټۍ، نېشنل پروګریسیو پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند کې د پښتنو په ملتپال سیاست کې تر ۶۰ کلونو زیاته مبارزه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG