لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسولې شورا:طالبانو اؤ خلیلزاد دبهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې نه دي کړي


دافغانستان دسولې شورا دا دعوې رد کړي چې ګنې دطالبانو اؤ امریکایي استازي ترمینځ قطر کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې شوي دي.

دسولې دشورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک وايي هرکله چې په افغانستان کې سوله راشي هیڅوک هم بیا افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پلوي نه دي.

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دتیرې جمعې په ورځ په قطر کې طالب مشرانو سره مخ په مخ دسولې خبرې کړې وې اؤ هغوئ څخه یې غوښتي وؤ چې نور باید د ټوپک نه تیر اؤ سولې ته راوګرځي.

ددغه لیدنې وروسته طالبانو پخپل خپور شوي بیان کې ویلي وؤ چې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل اساسي موضوع ده اؤ هغوئ به امریکایي استازو سره په دې اړوند خپلې غونډې دوامداره وساتي.

خو دافغانستان دسولې د شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک تیره ورځ کابل کې خبریالانو ته ویلي چې دقطر خبرو کې دبهرنیو ځواکونو په وتلو هډو خبره نه ده شوې.

هغه ویلي که څه هم د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره د بهرنیانو وتل او د طالب زندانیانو خوشي کېدل د بحث اساسي موضوع وه، خو تر اوسه په دې اړه خبرې اترې نه دي شوې.

ښاغلي خپلواک ویلي جنګونه ډیر وشول،اوس ولس سولې ته لیواله دی اؤ غواړي چې نور په هیواد کې دجنګونو لړۍ له مینځه لاړه شي.

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ دوه کرته امریکایي مامورینو طالبانو سره نیغ په نېغه ناستې هم کړي خو دامریکې د بهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو د ستمبر په میاشت کې کابل ته دخپل سفر په مهال واضحه کړې وه چې د سولې دخبرو مشري به دافغان دولت پغاړه وي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم ویلي چې که طالبان مذاکراتو ته اماده شي نو هغه چمتو دی چې دبهرنیو ځواکونو په رول هم ورسره خبرې وکړي.

خو افغانستان کې د ناټو ځواکونو کمانډر جنرال مېلر تیره میاشت په طالبانو غږ کړی ؤ چې دبهرنیو ځواکونو وتلو ته دې نه په طمعه کیږي، افغان دولت سره دې خبرو ته کښېني

XS
SM
MD
LG