لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ:هیڅوک کیلاشان په زوره مذهب بدلولو ته نه شي اړ کولی


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار ویلي په چترال کې میشت دکیلاش تهذیب وګړو باندې د مذهب بدلولو فشار نه شي راوړل کیدلی، هغوئ ته بشپړه ازادي اؤ خپل ټول حقونه ورکول پکار دي.

دکیلاشانو په زمکو د ناقانونه قبضې په اړوند دیوې دوسیې اوریدنې په مهال دسترې محکمې مشر قاضي ویلي هرڅو که کیلاشان په شمیر کې ډیر کم دي خو دهغوي زمکې باید په زور ونه نیول شي.

دروان کال په پیل کې دپاکستان دبشري حقونو ملي کمیسیون هم په دې خبره اندېښنه ښکاره کړې وه چې دمذهب په بدلولو کیلاش قبېله په چټکتیا سره له منیځه ځي حکومت ته به ددغه قبېلې دتحفظ دپاره ګامونه اخستل وي.

ښاغلي قاضي ثاقب نثار وویل “دا نه شي کیدلی چې په کیلاشانو دمذهب بدلولو دپاره فشارونه راوړل شي”

نوموړي وویل کیلاش یوه ښکلې سیمه ده ،خلک یې ډیر ښه دي حکومت باید وګوري چې هغوئ ته چترال کې ازادي ترلاسه ده ده که نا؟

دچترال په دریوؤ کلیو کې میشت دپخوانی یونان نسلو دا لرغونی تهذیب( کیلاش ) په دې وروستیو کې ډیر په چټکتیا سره له مینځه ځي اؤ اوس ددغه تهذیب د منونکو شمیره د څلورو زرو نه هم راټیټه شوې ده.

مشر قاضي ویلي کیلاشان په زوره مذهب بدلولو ته اړ کول وړه خبره نه ده بلکې دا د اساسي حقونو خبره ده.

مشر قاضي ددغه دوسیې نوره اوریدنه تر۳۱م اکتوبر ځنډولې ده.

د روان کال د جون په میاشت کې دپاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون اندېښنه څرګنده کړې وه چې په دغه هېواد کې د کیلاش په نامه د لږکیو قبیله د مذهب بدلولو او د ښه ژوند په هیله له مسلمانانو سره ددغې قبیلې د جونو د واده کولو له امله د ختمېدو له ګواښ سره مخ ده.

د کیلاش قبیلې یو استازی وزیر زاده وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي که څه هم نیغ په نیغه د مسلمانانو لخوا ددوي په سیمه کې د اسلام تبلیغ نه کیږي خو په تعلیمي نصاب کې د اسلامي زده کړو د شتون او د ښه ژوند لپاره له مسلمانانو سره ددوي د جونو د واده کولو له امله د دوي د مذهب پلویان په کمېدو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG