لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پومپيو: سعودي ژمنه کړې چې د ژورنالسټ د بې درکۍ پلټنې به ګردې نړۍ ته ښکاره کړي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، سعودي عرب ورته باور ورکړی چې د ژورنالسټ جمال خاشقچي په اړوند پلټنې به نړۍ ته ښکاره کړي.

پومپيو د سعودي عرب د سفر وروسته ترکي ته تللی چې د ترکی له صدر رجب طيب اردغان سره وويني.

سعودي ژورنالسټ خاشقچي چې د سعودي عرب د بادشاهت ناقد او په امريکا کې مېشت ؤ د روانې میاشتې د دوېمې نېټې څخه په استنبول کې د سعودي عرب د قونصلګرۍ څخه بې درکه دی.

ترکي ادعا کوي چې خاشقچي د سعودي عرب ايجنټانو وژلی او سعودي وايي ژورنالسټ د قونصلګرۍ نه وتلی دی.

وال سټريټ جنرل خبر ورکړی چې د سعودي عرب کارمندانو خاشقچي وهلی وژلی او ټوټې ټوټې کړی يې دی، ورځپاڼې ويلي د ترکي چارواکو ورسره ثبوتونه شريک کړي دي.

پومپيو ترکي ته د تلو وړاندې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو سعودي وزير عادل الجبېر په دې ټينګار کړی چې پلټنې دې بشپړ شي.

"دوي ژمنه کړې چې څوک کې هم په کوم غلط کار کې ککړ ؤ د قانون منګولو ته به راوستی شي که څه هم هغه لوړ پوړی چارواکی ولې نه وي".

د نړیوالې میډيا د راپورونو ترمخه په استنبول کې د سعودي عرب قونصلګرۍ ته مشکوک کسان په تلو ليدل شوي، او ترکي چارواکو ويلي د خاشقچي د وژنې ثبوتونه يې ترلاسه کړي دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي سعودي عرب ترهغې پورې قصور وار دی چې څو يې ځان بې ګناه نه وي ثابت کړی.

نوموړي ویلي د سعودي عرب او روس څخه هيڅ مالي ګټې نه لري.

ټرمپ له دې وړاندې په ټويټر ويلي ؤ، "د سعودي عرب د باچا سره یې خبرې شوي او هغه ځان نا خبره ګڼي چې د سعودي د وګړي سره يې څه شوي دي".

له دغې نوموړي خپل خارجه وزير مايک پومپيو سعودي عرب او ترکي ته لېږلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG