لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د چين سره د قرضونو تفصيل ولې نه ښکاره کوي؟


په داسې حال کې چې چين د پاکستان لخوا نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته د قرضې کړی خواست تاييد کړی په پاکستاني مطبوعاتو کې داسې پوښتنې راولاړې شوي بايد د اولس سره تړاؤ لرونکې معاهدې ښکاره کړی شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په دغه اړوند خپله اداریه ليکلې او ويلي يې دي، چې د چين دغه اقدام چې ايي اېم اېف ته د پاکستان کړی خواست یې تاييد کړی د ستاينې وړ دی ځکه چې په داسې کېدو سره به پاکستان د اقتصادي مشکلاتو څخه رابهر شي.

خو په اداريه کې ليکل شوي چې په سيمه کې د امريکا او چين ترمنځ اقتصادي سیاليو د ايي اېم اېف نه د پاکستان د قرضې غوښتو عمل پېچلی کړی دی.

دغه ډول امریکا ګڼي چې که ايي اېم اېف پاکستان ته قرضه ورکوي نو بايد د چين او پاکستان د اقتصادي راهدارۍ يا سي پېک پروژې راکمې کړي.

د پاکستان ايي اېم اېف ته د قرضې په خواست امريکا په خپل غبرګون کې ويلي، په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان دې ځای ته د چين قرضونو رارسولی دی او امریکا د پاکستان ايي اېم اېف ته د کړي خواست د نزدې نه جاج اخلي.

خو چين ويلي د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو علت چين نه دی.

په پاکستان کې عام څيړونکي هم په دې نظر دي چې بايد د سي پېک په اړوند يا د چين سره د قرضونو شوې معاهدې ښکاره شي ځکه چې د دې تړاؤ د اولس سره دی.

د ډان اداريې زياته کړې په څرګند ډول د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي سيالۍ راکمې شوي ځکه چې ايي اېم اېف د پاکستان نه د سي پېک په اړوند د قرضونو تفصيل غوښتی دی.

خو ورځپاڼې ويلي هغه کوم وجوهات دي چې چين پاکستان منع کوي چې د سي پېک په اړوند مالومات د ايي اېم اېف سره نه شريکوي، او دا بیا ښايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې غښتلي څه شته چې نه يې ښکاره کوي.

په اداريه کې ويل شوي د امريکې مخالفت او د ايي اېم اېف شرطونه په خپل ځای خو د تحریک انصاف د حکومت په وړاندې داسې څه خنډ نشته چې د سي پېک په اړوند د تېر حکومت شوې معاهدې ښکاره کړي او که څه هم پټ ساتل شوي وي نو بايد هغه اولس ته په ډاګه کړي.

ورځپاڼې ويلي که د پي ټي ايي حکومت داسې ونه کړي نو بيا کوم علت دی چې موجوده حکومت د دغه معاهدې اسناد پارلیمان ته وړل نه غواړي چې بحث پرې وشي.

ويل شوي مرکزي بېنک ته د معاهدو ټول تفصيل مالوم دی او دا د يو غوره اقتصاد دپاره ضروري ده چې په دغو معاهدو کې که کوم څيز پټ ساتل شوی وي چې هغه بيرته واخلي، او په داسې کولو سره به په پاکستان فشار هم راکم شي.

ايي اېم اېف د پاکستان د قرضې د خواست پخلی کړی او ويلي يې دي د ايي اېم اېف پلاوي به په دغه اړوند د پاکستان سفر هم وکړي.

XS
SM
MD
LG