لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پمپیو د خاشقجي په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې وکړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

واشنګټن: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون له یو شمېر جګ پوړو ترکي چارواکو سره ولیدل.

پمپیو له اردوغان او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د خپلو دغو خبرو په اړه تر اوسه څه نه دي په ډاګه کړي.

تر دې وړاندې پمپیو ویلي وو، سعودي مشرانو ورته ویلي چې دوی به د جمال خاشقجي د ورکېدو په اړه د پلټنو پایلې له ټولې نړۍ سره شریکې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، پمپیو د جمال خاشقجي د ورکېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي او یو ځل بیا یې ویلي چې امریکا چمتو ده له ترکیې سره ددغې پېښې په اړه پلټنو کې مرسته وکړي.

خاشقجي د سعودي په شاهي نظام باندې نیوکې کولې او د امریکا معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ته یې لیکلنې کوې.

دی په استانبول کې د اکټوبر په دوهمه نېټه هغه مهال نادرکه شو کله چې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوت.

ترکي چارواکو ویلي، چې خاشقجي د سعودي ایجنټانو لخوا وژل شوی خو سعودي وايي چې خاشقجي له سفارت څخه وتلی وو.

د وال سټریټ جورنال د نهې یا سې شنبې ناوخته راپور ورکړی وو چې سعودیانو لومړی خاشقجي وهلي ډبولی او بیا یې له وژلو وروسته ټوټه ټوټه کړی دی.

دغه ورځپاڼه وايي، ترکي چارواکو ورسره په دې اړه ثبوتونه شریک کړیدي چې په هغو کې ثبت شوي غږونه هم شته.

پمپیو ترکیې ته له ورتګ څخه دمخه د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، هغه د سعودي له پاچا سلمان، وليعهد محمد بن سلمان او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنو کې د پېښې په اړه په بشپړو پلټنو باندې ټینګار وکړ.

پمپیو وویل، سعودي مشرانو ورسره ژمنه کړې چې که له پېښې سره په تړاو څوک و پېژندل شي نو هرو مرو به ورسره حساب کیږي که هغه د هرې کچې چارواکی هم وي.

کله چې له پمپیو څخه وپوښتل شول چې که ښکېل کس د شاهي کورنۍ غړی وي نو ایا بیا به هم ورسره حساب وشي، هغه وویل، سعودي مشرانو پدې برخه کې د کوم چا د استثنا خبره نه ده یاده کړې.

ترکي چارواکو ۱۵ مشکوک کسان پېژندلي دي چې د هغوی په وینا استانبول ته تللي وو او د خاشقجي د بې درکه کېدو په ورځ د سعودي کونسلګرۍ ته تللي وو.

نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست دواړو د نهې یا سې شنبې ناوخته راپور وکړ چې له دغو کسانو څخه ګڼ هغه کسان وو چې د سعودي په امنیتي ادارو کې یې کار کاوه او یا د ولیعهد محمد بن سلمان کسان وو.

اسوسېيېټېد پریس د یو نا معلوم ترکي چارواکي له خولې وايي، د سعودي په کونسلګرۍ کې د جرمونو د ځای یو ترکي پلټونکي د خاشقجي د وژل کېدو ثبوت موندلی دی خو نور زیات جزیات یې نه دې ورکړي.

XS
SM
MD
LG