لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران دخپلو عسکرو په تښتونه پاکستان له خپلو اندېښنو خبر کړی


دایران دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي جواد ظریف خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره ټیلي فوني اړیکه نیولې اؤ هغه یې پاکستان سره د پیوست پولې نه د۱۴ؤ ایراني سرحدي پولیسو اؤ استخباراتي مامورینو په تښتول کیدلو یې د خپلې اندېښنې څخه خبر کړی.

دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا دخپور شوي بیان کې ویل شوي چې شاه محمود قریشي خپل ایراني سیال دهاغو هڅو نه خبر کړی چې دپاکستان قانون پځایې کوونکې ادارې یې دایران اؤ‌ پاکستان دګډې پولې نه د تښتول شوؤ ایراني ځواکونو د راخلاصولو دپاره کوي.

د سه شنبې په ورځ دپاکستان اؤ ایران دګډې پولې نه دایران ۱۴ امنیتي اؤ استخباراتي عسکر تښتول شوي چې تر دې مهاله دهغوئ د تښتونې پړه هیچا په غاړه نه ده اخستې.

ایران که هرڅو دخپلو دغو مامورینو دتښتونې پړه په پاکستان نه ده اچولې خو ایراني چارواکي دپاکستان څخه غوښتنې کوي چې د تښتول شوؤ مامورینو په راخوشې کولو کې خپل رول ترسره کړي

د پاکستان د بلوچستان صوبې سره په پوله د ایران سیستان بلوچستان صوبه کې د ډیر وخت راهسې وسله والې ډلې فعالیتونه لري.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر په بیان کې ویل شوي چې خارجه وزیر شاه محمود قریشي خپل ایراني سیال ته ویلي چې پاکستاني ځواکونه د تښتول شوؤ ایراني ځواکونو دلټون دپاره متحرک دي اؤ د میر جاوه سره پیوست سرحدي سیمه کې یې دهوائي څارنې ترڅنګ دغلته نورې امنیتي قواوې هم ځائ پر ځائ کړي دي.

تر دې وړاندې اوړمه ورځ د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې پاکستان باید د هغه ترهگرو ډلو مخه ونیسي چې ځینې سیمه ایز هیوادونه یې ملاتړ کوي او ایراني ځواکونه دې په سمدستي ډول ازاد کړی.

یراني مامورین وايي وسله وال د پاکستان د خاورې څخه په ایران کې د حملو سازشونه کوي او هم دا ټکې د دواړه هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي سبب دی

XS
SM
MD
LG