لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدرعلوي:پاکستان دهر تیري کوټلي ځواب ورکولو ته چمتو دی


دپاکستان صدر ښاغلي عارف علوي ویلي پاکستان په امن اوسیدونکی هیواد دی خو دهر تیري د ځواب ورکولو کوټلی توان لري اؤ دې ته په بشړ ډول چمتو هم دی .

د زیارت په ورځ رسالپور کې دهوايي ځواکونو اکیډمۍ کې د پوځي محصلینو دسلامۍ دستورې ته خپله وینا کې صدرعلوي ویلي پاکستان غواړي خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري اؤ نړیوالې ټولنې سره هم د درناوي ډکو اړیکو ته لیواله دی.

پخپله وینا کې صدر عارف علوي دکوم هیواد نوم نه دی اخستی چې څوک په پاکستان پرې تیری کول غواړي اؤ چاته دغه اورؤنه کوي.

خو تیره میاشت دپاکستان دګاونډي هیواد هند دپوځ سرلښکر پاکستان ته ګوت څنډنه کړې وه چې وخت راغلی نور باید پاکستان سره هم دهغوئ په ژبه خبرې وشي.

نوی ډيلی په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي ،دغه ترهګر هندوستان ته لیږي اؤ هلته پرې بریدونه کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي

صدر عارف علوي وویل وویل د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان درنې قربانۍ ورکړي اؤ هیچاته به اجازه ورنکړي چې دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو غلطه تشریح وکړي.

نوموړي دخپلې وینا په مهال منلې چې دا مهال پاکستان د ګڼو کورنیو اؤ بهرنیو چیلنجونو سره مخ دی خو ویلي یې دي چې د غوره سوچ اؤ ګامونو په اساس به په دې چیلنجونو قابو وموندل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG