لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ او خارجه وزارت د کندهار د والي د دفتر نننۍ حمله وغندله


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د کندهار د ننني برید تور پر پاکستان لګولی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د دې هېواد د پوځ مشر دغه برید په کلکه غندلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان له افغان حکومت او ولس سره ولاړ دی او په دې هېواد کې د جمهوري د ودې ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي "موږ هیله من یو چې د اکتوبر د ۲۰مې انتخابات به د امن په فضا کې تر سره شي. د جمهوریت ټینګښت په افغانستان کې د دایمي امن او ارامۍ ضامن دی".

د کندهار د ګورنر په دفتر کې د زیارت- پنجشنبې د ورځې په ډزو کې د دې صوبې د پولیسو مشر جنرل عبدالرازق، د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېنخېل او د سرکاري ټیلیویژن یو کېمره مېن سلیم خان انګار وژل شوي او د دوو امریکایانو په ګډون د کندهار والي زلمی ویسا پکې ټپیان شوي دي.

بل لور ته د پاکستان د پوځ مشر هم په یوه جلا بیان کې د کندهار پېښه غندلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې امن د سیمې لپاره ډېر مهم دی او پاکستان په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو د ټولو هڅو ملاتړ کوي. د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په دې اړه په یوه ټویټ‌ کې لیکلي:

"هیله مو دا ده چې افغان او نور امنیتي ځواکونه په افغانستان کې اوږدې جګړې په پای ته رسېدو کې کامیابه شي".

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین اختر محمد ابراهیمي بیا نن شپه ناوخته په خبري غونډه کې کې یو ځل بیا تور پورې کړی، چې د افغانستان لپاره د ترهګرۍ پالنه، روزنه، تجهیز او د هغوی ملاتړ د پاکستان له خوا کیږي، خو پاکستان دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د زیارت- پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خپلې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي وو،‌ چې تر څو په افغانستان کې امن په بشپړه توګه نه وي ټینګ شوی، تر هغه وخته بهرني ځواکونه باید له دې هېواد ونه وځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG