لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا سعودي ته د خاشقجي د پلټنو لپاره نور وخت هم ورکوي


واشنګټن: داسې ښکاري چې امریکا سعودي عربستان ته لږ نور وخت هم ورکوي ترڅو د ترکیې د هغو ادعاو په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي چې وايي، د سعودي ایجنټانو جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې وژلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له سعودي او ترکي چارواکو سره تر لیدنې وروسته نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته معلومات ورکړل.

پمپیو ټرمپ ته وویل، سعودي عربستان ته دې څو نورې ورځې هم ورکړي ترڅو د ورک شوي خبریال جمال خاشقجي په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي.

پمپیو وویل، د سعودي د راپور تر ارزولو وروسته به امریکا د یو مناسب غبرګون په اړه غور وکړي.

پمپیو زیاته کړه، دا چې خاشقجي ته څه پېښ شوي په دې اړه ډېرې کېسې کیږي خو په سعودي او ترکیه کې یې د پلټنو د پایلو په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

دغه جګ پوړي ډپلوماټ باور څرګند کړ چې له پلټنو څخه به د پېښې په اړه یو بشپړ راپور چمتو شي.

پمپیو وویل، ده د سعودي پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان ته وویل چې امریکا د خاشقجي برخلیک ته په ډېر جدي ډول ګوري خو دا یې هم وویل چې امریکا او سعودي د لسیزو راهیسې په خپلو کې سټراتېژیکه ملګرتیا لري.

د خاشقجي د مسلې په اړه غبرګونونه:

په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن وویل، هغه به په ریاض کې د سعودي د پانګونې په اړه د راتلونکې اونۍ په کانفرانس کې ګډون و نه کړي.

دغه کانفرانس ددې لپاره نیول شوی چې پکې د تېلو له صادراتو سره سره د سعودي د اقتصادې ډګر په اړه د ولیعهد محمد بن سلمان هڅې ښکاره شي.

د لویدیځ د ګڼو نورو کمپنیو مشرانو لا له مخکې په سعودي کې له دغې درې ورځنۍ غونډې څخه ځانونه ویستلي دي تر سعودي عربستان وهڅول شي چې د خاشقجي د برخلیک په اړه پوښتنې ځواب کړي.

پمپیو واشنګټن ته په لاره خبریالانو ته وویل، امریکا اړتیا لري چې له هر ډول غبرګون څرګندولو څخه دمخه په ټولو حقیقتونو باندې پوه شي.

تر دې وړاندې پمپیو ویلي وو، کله چې ده د سعودي عربستان له مشرانو سره ولیدل نو هغوی نه غوښتل چې د خاشقجي د بې درکه کېدو په اړه څه ووايي.

خو کله چې پمپیو له ترکي مشرانو سره د عنقرې پر لور روانېده نو هغه وویل چې سعودي پاچا او د هغه ځوی ورته ډاډ ورکړ چې د خاشقجي د ورکېدو په اړه به د پلټنو پایلې له ټولې نړۍ سره شریکې کړي.

د خاشقجي د مسلې نوې پلټنې:

ترکي پلټونکو نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ هم په استنبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ او د کونسل د استوګنې په ځای کې د جمال خاشقجي په اړه پلټنې کړي.

تر دې مخکې د پلټونکو نورې ډلې هم په روانه اونۍ کې کونسلګرۍ ته ورغلې وې ترڅو ومومي چې د اکټوبر په دوهمه نېټه کونسلګرۍ ته د جمال له ننوتلو وروسته له هغه سره څه شوي دي.

خاشقجي چې د سعودي په شاهي نظام باندې یې نیوکې کولې او واشنګټن پوسټ ته یې لیکل کول له هغې راهیسې نه دی لیدل شوی.

ترکي چارواکو ویلي، د سعودي ایجنټانو خاشقجي وژلي او ټوټه ټوټه کړی دی خو د سعودي عربستان چارواکي وايي چې خاشقجي په خپله له سفارت څخه وتلی دی.

یوه لوري هم د خپلې ادعا د ثبوت لپاره شواهد نه دې وړاندې کړي.

د خاشقجي د برخلیک په اړه د ټرمپ دریځ

ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دی له ترکیې څخه غواړي چې که ددې پېښې په اړه کوم غږیز او یا ویډیويي استخباراتي معلومات ولري نو له ده سره دې شریک کړي.

د ټرمپ دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې هغه د خپل اوږدې مودې متحد سعودي عربستان ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې تمه لري د خاشقجي د ورکېدو په اړه پلټنې به ددې اونۍ تر پایه پورې بشپړې شې.

کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې که چېرې د سعودي مشران پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان په پېښه کې ګرم وګڼل شي نو هغه به څه وکړي وویل، دی هیله لري چې خبره داسې نه وي بلکه خبره سرچپه وي.

ټرمپ زیاته کړه:

"تاسو پوهېږئ چې مونږ سعودي عربستان ته اړتیا لرو که هغه د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې وې او یا هرڅه چې په ایران او نورو ځایونو کې پېښېږي. "

کله چې ورڅخه پوښتنه وشوه چې ایا امریکا به له سعودي عربستان څخه ځان لیرې ونیسي نو ټرمپ وویل:

"زه نه غواړم چې داسې یو څه وکړم ځکه دوی له مونږ څخه د ۱۱۰ بیلینو ډالرو سودا کوي. "

د ټرمپ اشاره د سعودي عربستان هغې ژمنې ته وه چې په راتلونکو کلونو کې به پرې امریکايي وسلې راونیسي.

ټرمپ وړاندې وویل، له دې سره به پنځه لکه خلک کار ومومي او دا زمونږ د هېواد په تاریځ کې یوه ستره معامله ده.



بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG