لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ د پوځي عدالتونو څخه سزا شوؤ ۷۴ مشکوک ترهګرو سزاګانې ځنډولي


پېښور هايکورټ
پېښور هايکورټ

پېښور هايکورټ د هغو ۷۴ مشکوک ترهګرو سزاګانې ځنډولي چاته چې پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په مقدمو کې د مرګ او عمر بند سزاګانې اورولې وې.

د پېښور هايکورټ د قاضي جسټس وقاراحمد سېټهـ او جسټس لال جان خټک دغه لنډه فېصله د زيارت، پنجشنبې په ورځ اورولې ده.

د ځايي ميډيا ترمخه د دغو کسانو خپلو خپلوانو د پوځي عدالتونو څخه دوی ته د اورل شوؤ سزاګانو پرضد هايکورټ ته خواستونه کړي وو.

هغه وکيلان چې د پوځي عدالتونو نه د سزا شوؤ کسانو د خپلوانو لخوا یې هايکورټ ته خواستونه کړي ويلي يې دي عدالت په سمدستي ډول لنډه فېصله اورولې، سزاګانې يې معطل کړي او تفصيلي فېصله به وروستو واوروي.

دغو وکيلانو ويلي په پوځي عدالتونو کې په هغو کسانو مقدمې شوي چې دوی د پوځي عدالتونو جوړېدو څخه وړاندې نيول شوي وو او د قانون ترمخه په داسې کسانو بيا د پوځي عدالتي قانون لاندې مقدمې نه شي چلېدی.

ويل شوي په دغو کسانو کې هغه هم شامل دي چې روان کال ورته پوځي عدالتونو سزاګانې اورولې دي.

د پوځ وياند وخت په وخت د پوځي عدالتونو لخوا د سزا شوؤ کسانو نومونه خپروي او په دغو کې ځينو ته د تېزندۍ يا مرګ سزاګانې هم ورکړی شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې يو عدالت د پوځي عدالتونو اورولې سزاګانې ځنډولي دي، له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵م کې سترې محکمې هم د پوځي عدالتونو اورول شوې سزاګانې ختمې کړې وې.

د پېښور په سکول د ترهګر بريد وروسته د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ په اوومه نېټه د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه شوې او دوه کالونو دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړي شوي چې د ترهګرۍ په تړاو مقدمو اورېدنه به کوي.

د پوځي عدالتونو د دوه کالو مودې پوره کېدو وروسته دا عدالتونه د دوه نورو کلونو دپاره هم غځول شوي وو.

پاکستان کې د بشري حقونو نړیوال او سیمه ییز سازمانونه د پوځي عدالتونو په جوړولو د شورو څخه نیوکې کوي او وايي په دغو عدالتونو کې د قضيو اورېدنې پټې ساتل کيږي او تورنو کسانو ته د ځان سپيناوي موقعې نه ورکړی کيږي.

خو حکومت او پوځ وايي تورنو کسانو ته د سپيناوي پوره موقع ورکولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG