لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرل رازق مرګ د يو "وطنپال غمجن تاوان دی"، جېم مېټس


جنرل عبدالرازق
جنرل عبدالرازق

د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس د کندهار د پوليس مشر جنرل عبدالرازق وژنې ته د " يو وطنپال غمجن تاوان" ويلی او زیاته کړې يې ده افغان ځواکونه دا وخت دومره پياوړي دي چې کولی شي د هغه پرته د طالبانو پرضد جګړه دوامداره وساتي.

د کندهار د پوليسو مشر جنرل عبدالرازق پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ په يو ترهګر بريد کې وژل شوی دی، د رازق سره په دغه بريد کې د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېن خېل او د سرکاري ټیلیویژن یو کېمره مېن سلیم خان انګار وژل شوي او د دوو امریکایانو په ګډون د کندهار والي زلمی ویسا پکې ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د کندهار د برید تور پر پاکستان لګولی، خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د دې هېواد د پوځ مشر دغه برید په کلکه غندلی دی.

د اېسوسې اېټډ پرېس ترمخه د امریکې د دفاع وزير جېم مېټس په سنګاپور کې د اسيا د امنيت د غونډې په مهال ويلي، "مونږ (امریکا) د افغانستان په مشرۍ د افغانستان د روغې جوړې بهير ته ژمن يُو، دا وخت مونږ انتخاباتو ته ځو او د افغان اولس دفاع ته به دوام ورکوؤ".

نوموړي ويلي په افغانستان کې د امريکايي پوځ مشر جنرال سکاټ ميلر سره یې خبرې نه دي، څوک چې د بريد په وخت موجود ؤ، خو هغه په بريد کې روغ پاتې شوی دی.

په کندهار کې پرون ترسره شوی بريد افغان ولسمشر اشرف غني، نېټو، هند او پاکستان غندلی دی.

په افغانستان کې د امريکا د پوځ مشر جنرل سکاټ ميلر ويلي يو ښه ملګری جنرل عبدالرزاق يې د لاسه ورکړو.

افغان ولسمشر د کندهار د پوليس مشر او ملي امنيت مشر وژنې ته دردؤنکې پېښه ويلي او زیاته کړې يې ده د کندهار د امنیتي وضعې په اړوند يې لارښوونې کړي دي.

تېره شپه په خپله وېنا کې نوموړي ویلي، د کندهار د امنيت د قابو کولو دپاره به د ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزی، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارت لوړ رتبه چارواکي او کمانډوز کندهار ته ورسيږي.

نن د جمعې په ورځ ارګ په يو جاري کړي بيان کې ويلي، "ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې په مرکز کې د کندهار په ګډون د ټول هېواد امنیتي وضعیت وارزاوه".

د ارګ ترمخه ښاغلي غني په کندهار کې د پرونۍ ترهګرې پېښې له امله د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو ته تسلیت ووایه او همدارنګه یې د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

افغان ولسمشر د ولسي جرګې ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د ټینګو امنیتي تدابیرو د قدردانۍ ترڅنګ د ملي امنیتي ځواکونو سرښندنې او د دښمن د ځپلو په برخه کې د دوی اتلولۍوستایلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG