لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ د پراختیايي مرستو یوه نوې ایجنسي جوړوي


واشنګټن: ټرمپ له چین سره په سیالۍ کې د پراختیايي مرستو یوه نوې ایجنسي جوړوي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ داسې یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې به یې په مخ پر ودې هېوادونو کې د شپېتو بیلینو ډالرو په ارزښت پراختیايي بنسټیزې پروژې پلې کیږي.

ځینې بیا دا د ولسمشر په سیاست کې په شاتګ ګڼي ځکه دوی د کمپاین پرمهال امریکا تر هر څه وړاندې یا امېریکا فرسټ شعارونه ورکول.

سپینه ماڼۍ وايي، دغه ګام ددې لپاره پورته شوی چې په افریقا، اسیا او لاتینې امریکا کې د چین پراخېدونکی اغېز مهار شي.

د ایتوپیا له ادیس ابابا څخه د باندې د فري لېبو سټېشن په افریقا کې د اورګاډي لومړنی تم ځای یا سټېشن دی چې په وچه کې راګېر دغه هېواد د عدن له خلیج او له سرې بحیرې سره نښلوي.

دغه ستره بنسټیزه پروژه د چین په مالي لګښت جوړه شوې ده.

په امریکا کې د نړیوالو مطالعالو له مرکز څخه ډنیل رنډي وايي:

"کله چې د ټرمپ د ادارې لوړ پوړي چارواکي اسیا او یا د نړۍ نورو برخو ته ولاړ شي او وګوري چې چین زمونږ برخه هم خوري نو دوی هم له ځان سره فکر کوي چې مونږ هم باید یو څه وکړو. "

او دوی دا کار وکړ.

تېره میاشت د ټرمپ ادارې په ارامه د پراختیايي مرستو یوه نوې اداره جوړه کړه چې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي ادارې په نامه یادېږي.

له بروکلن انسټېټیوټ څخه جیورج انګرام وايي:

"دا ډېره مهمه ده چې کانګرس او د ټرمپ ادارې دواړو په نړۍ کې د امریکا د پراختیايي پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره په یوې پراختیايي پروګرام باندې موافقه وکړه. "

دا په حقیقت کې د ولسمشر لپاره په شاتګ ځکه ګڼل کیږي چې ده غوښتل بهرنۍ مرستې بندې شي او له نړۍ سره د واشنګټن ښکېلتیا بدلون ومومي.

ټرمپ په دې اړه په سپټمبر کې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې وویل:

"مونږ د نړیوال کېدو یا ګلوبلایزیشن مفکوره یا نظریه ردوو. "

د امریکا دغه نوې پراختیايي اداره به په نړۍ کې د امریکا د خصوصي پانګونو د ادارې یا اوپېک ځای ونیسي.

ټرمپ او ځینو جمهوري غوښتونکو تر دې وړاندې هم غوښتل چې د اوپېک اداره چې په مخ پر ودې هېوادونو کې یې کمپنیو ته پورونه ورکول له منځه یوسي ځکه دوي دا د حکومتي سرچینو غوره استعمال نه ګاڼه.

خو دوی د چین لخوا د یو کمربند یو سړک یا ون بېلټ ون روډ له پروژې سره مخ شول د کومې ارزښت چې له یو تریلیون ډالرو څخه زیات دی.

له دې پروژې سره چین په جیوپولیټیکلي توګه ځواکمن شو خو د جیورج په وینا ځینې ننګونې به هم ولري د بیلګې په توګه مخ پر ودې هېوادونه به په پورونو کې ډوب شي خو چین دا تورونه نه مني.

بیا هم کارپوهان په دې اند دي چې د ۶۰ بیلینو ډالرو په ارزښت د امریکا دغه نوې اداره به هم په نړۍ کې د چین د پانګونې په وړاندې سیالي ونشي کړای تر هغو چې له نورو نړیوالو قرض ورکونکو ادارو سره په ګډه کار ونه کړي.

جیورج انګرام زیاتوي، ورته ادارې فرانسه، برتانیه او سکندنوي هېوادونه هم لري چې د امریکا له دې نوې ادارې سره غوره شریکان کېدای شي.

او په پایله کې به په اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې مخ پر ودې هېوادونه له امریکايي پانګونې څخه ګټه واخلي او دا به په یو سم لوري پرمختګ وي.

XS
SM
MD
LG