دافغانستان ولسمشر اشرف غني افغانستان کې روانې ټولټاکنې یو لویې بریالیتوب ګرځولی اؤ ویلي یې کوم نوماندان چې انتخابېږي باید اساسي قانون، ملي ګټو او موضوعه قوانینو ته پابند وي او هغه قوانین وضع کړي چې د افغانستان خلک یې غواړي او اړتیا ورته لري.
نن په افغانستان کې دکیدونکو ټاکنو په مهال دخپلې رایې ورکولو نه وروسته ولسمشر غني وویل ننۍ ټاکنې یو ستر بریالیتوب دی اؤ دا په اساسي قانون باورمندي ښايي .
و ولسمشر په وینا “بې باوري وه، نن په باور بدله شوه، شک په یقین بدل شو او انتقاد نن په همکاري بدل شو”
هغه وویل کوم نوماندان چې انتخابېږي باید اساسي قانون، ملي ګټو او قوانینو ته پابند وي او هغه قوانین وضع کړي چې د افغانستان خلک یې غواړي او اړتیا ورته لري.
اشرف غني زیاته کړه په کندهار کې انتخابات د خلکو د غوښتنې په اساس یوه اونۍ وځنډېدل، اما د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټول ترتیبات نیولي چې راتلونکې اونۍ په هغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې وکړي.
ښاغلي غني له خپلو ټولو هېوادوالو مننه کووم چې له اتوؤ میلیونو زیات کسان مرکزونو ته لاړل، نومونه یې ثبت کړل او نن چمتو دي چې د افغانستان راتلونکی په خپله وټاکي.
نن شنبه په افغانستان کې عامې ټولټاکنې روانې دي چې ددې ټاکنو په مهال د امنیت پرځای ساتلو دپاره ٥٠٠٠٠ افغان پولیس او عسکر ګمارل شوې دي. خو ددې باوجود د انتخاباتو خپلواکه کمیشن په ١١ ولسوالیو کې د ناامنیۍ له کبله یې یا خو ووټونه ځنډولي او یا یې د رای اچونې مرکزونه تړلي دي.
ددې ټاکنو نه وړاندې دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې دټاکنیز کمپائن پرمهال ځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو کې ۱۰ کاندیدان اؤ قابو دوه سوه عام وګړي وژل شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي دي.
خو دترهګرۍ ددغه بهیر باوجود نن جوپې،جوپې خلک د رائیو ورکولو مرکزونو ته ور روان دي اؤ پارلیمان ته خپل استازي ټاکي.