لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ:دسعودي خبریال په وژنه غبرګون به کانګریس سره له مشورې وروسته ښایم


دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي هغه د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړوند دسعودي عرب په دریځ باور لري اؤ هغه غواړي چې اوس په دې هکله د هرګام اخستلو نه وړاندې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره خبره وکړي.

دجمعې په شپه سعودي عرب په یو بیان کې په ترکې کې دسعودي دکونسلګرۍ دننه د خبریال جمال خاشقجي د وژنې پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هغه کونسلګرۍ کې مامورینو سره په څه خبره له ورانیدو په مهال جګړه کې وژل شوی.

سعودي دعوه کړې ده چې د جمال خاشقجي وژنه کې د لاس لرنې په تور یې ۱۸ سعودي مامورین نیولي دي

جمعې په ماښام خبریالانو سره خبرو کې صدر ټرمپ د جمال خاشقجي وژنه کې دلاس لرنې په تور دنیول شوؤ سعودي مامورینو نیونه یو غوره ګام وبللو اؤ وئ ویل هغه هغه به په دې هکله دکانګریس سره له مشورې وروسته خپل غبرګون مخې ته راوړي.

صدر ټرمپ وویل سعودي عرب دامریکا یو ستر ائتلافي دی خو د خاشقجي سره چې څه وشول هغه د امریکې دپاره دقبلولو وړ نه ده.

تر دې وړاندې صدر ټرمپ واضحه کړې وه چې که جمال خاشقجي دسعودي د کونسلګرۍ کې وژل شوی وي نو امریکا به سعودي ته ددې سخته سزا ورکوي خو د صدر ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې په دغه اړوند دریځ کې د وړاندې په پرتله نرمښت لیدل کیږي.

امریکا کې له خپله انده د جلا وطنۍ ژوند تیروونکی سعودي خبریال په دوهم اکتوبر استنبول کې دترکي کونسلګرۍ ته د ویزې ترلاسه کولو دپاره ننوتلی ؤ چې له هغې وروسته مړ ژوندی لا درکه ؤ.

د ترکي چارواکو شک ښودلی ؤ چې دسعودي حکومت دتګلارو مخالف خبریال جمال خاشقجي د کونسلګرۍ دننه وژل شوی خو سعودي ددې خبرې منلو نه انکار کولو.

دامریکا اؤ نړیوالې ټولنې دسختو فشارونو نه وروسته اخر هم سعودي عرب استنبول کې دسعودي دکونسلګرۍ دننه د جمال خاشقجي وژنه منلې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG