لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار د برید پلټنې روانې دي تور يې لا په چا نه شو لګولی، حمدالله محب


حمدالله محب
حمدالله محب

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب ويلي، "په کندهار کې د بريد په اړوند پلټنې روانې دي او د وخت نه وړاندې په چا تور نه شي لګولی".

د وي او ای افغان سروس سره په مرکه کې نوموړي ویلي، "طالبانو د برید زمه واري منلې خو مونږ افغان اولس ته باور ورکوؤ چې د طالبانو ملاتړ کوونکي دښمن ته به سخت ځواب ورکړي".

په کندهار کې د زیارت، پنجشنبې په ورځ يو ترهګر بريد کې د دغه د صوبې د پولیسو مشر جنرل عبدالرازق، د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېن خېل او د سرکاري ټیلیویژن یو کېمره مېن سلیم خان انګار وژل شوي او د دوو امریکایانو په ګډون د کندهار والي زلمی ویسا پکې ژوبل شوي وو.

جنرل عبدالرازق
جنرل عبدالرازق

محب ويلي د قندهار امنيتي وضع د قابو لاندې ده او په وروستي برید کې چې څوک هم ککړ وي انجام ته به يې ورسوي او په هیڅ صورت به د سزا څخه بچ پاتې نه شي.

د جمعې په ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د خپل پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي ته ويلي، پاکستان دې ورسره په دغه بريد کې د ککړو لاسونو په مالومولو کې مرسته وکړي.

رباني ويلي، "د افغانستان دولت د جنرل عبدالرازق او هغه سره د وژل شوؤ د پېښې پلټنې پېل کړي، او د دغه پېښې زمه واري طالبانو منلې او د دغه ډلې مشران په پاکستان کې دي. افغانستان د پاکستان نه خواست کوي چې د دې بريد کوونکو په ښکاره کولو کې يې مرسته وکړي".

شاه محمود قرېشي په ټيليفون د رباني سره خبرې کړي او د کندهار په پېښه يې د پاکستان لخوا د افغان ولس سره خواشيني کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG