لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په دوېمه ورځ انتخابات روان دي


افغان چارواکو ويلي پرون د تشدد او ناامنۍ د پېښو او ځينې تکنيکي ستونزو له امله نن په دوېمه ورځ په ۲۲ ولايتونو کې انتخابات دوام لري.

چارواکو ويلي ؤ د رايو اچولو عمل به تر ماسپښين پورې دوام ولري.

د افغانستان د خپلواکه انتخابي کمېسون ترمخه پرون د خالي، شنبې په ورځ د افغانستان په ۸.۸ ملينه رجسټرډ ووټرانو کې درې ملينو رايې کارولي وې.

پرون چې په کومو سيمو کې رايې اچول شوي د هغو نتيجې نه دي ورکړی شوي ويل کیږي د نومبر د نيمايۍ پورې نتيجې مخې ته راشي.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ويلي پرون چې کوم خلک د تکنیکي ستونزو له امله د رايو اچولو نه پاتې شوي هغوی حق لري چې رايې وکاروي.

د افغانستان د کورنيو چارو مرستیال وزير اختر محمد ابراهیمي ويلي پرون طالبانو نزدې ۲۰۰ بريدونه کړي چې پکې ۳۶ تنه وژل شوي وو، په وژل شوؤ کې ۲۷ ملکي وګړي وو.

هغه ويلي په نښتو کې ۳۱ تندلاري وسله وال هم وژل شوي وو.

په پرونو بريدونو کې تر ټولو خونړی ځانمرګی بريد په کابل کې شوی چې پکې ۱۵ تنه وژل شوي وو.

ای پي ويلي نن د اتوار په ورځ هم په ننګرهار کې د سړک غاړې بم په چاؤدنه کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG