لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين په سراروغه کې د کرفيو پرضد د احتجاج اعلان کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د جنوبي وزیرستان په سرا روغه علاقه کې د لګېدلې کرفيو پرضد سبا د احتجاجي مظاهرې اعلان کړی دی.

پشتين تور لګولی د پاکستان پوځ د سراروغې په وچه خوړه او نزدې چاپېره علاقوکې کرفيو لګولې او په خلکو تشدد کوي.

هغه سبا د ګل، دوشنبې په ورځ د ټانک په عرفان پارک کې د يادې لګول شوې کرفيو پرضد د احتجاجي مظاهرې اعلان کړی دی.

پشتين د کرفيو پرضد د احتجاجي مظاهرې اعلان په داسې حال کې کړی چې دوه ورځې وړاندې په وچه خوړه سيمه کې په امنيتي سرتېرو په يوه بريد کې د دوه سرتېرو د وژنې خبر مخې ته راغلی ؤ.

ځايي انتظاميې د يادې پېښې پخلی کړی او امنيتي سرچينو ويلي په علاقه کې یې د لټون عمليات پېل کړي دي.

د ياد بريد په اړوند د پاکستان پوځ په رسمي ډول کوم بيان نه ؤ جاري کړی خو پاکستاني طالبانو په يوه پېغام کې ادعا کړې وه چې بريد دوي کړی ؤ.

ځايي انتظاميې تراوسه پورې په علاقه کې د لګېدلې کرفيو په اړوند څه نه دي ویلي.

خو د سيمې نه يو ۵۰ کلن تن مکران خان وي او ای ډیوه ته ويلي، په علاقه کې پوځ ۳۵ کسان نيولي او هغه په خپله هم ورسره بند ؤ او تور يې ولګوؤ چې پوځ په دوی ټوله شپه تشدد کړی دی.

هغه وويل په نيول شوؤ کسانو کې ماشومان او سپين ګيري هم شامل دي. هغه زياته کړه دی په خپله نن ازاد کړی شوی خو ورور يې لا په بند کې دی.

هغه تور ولګوؤ چې سخت تشدد پرې شوی دی.

د پښتنو د حقونو غورځنګ ، پي ټي اېم يو ځايي مخکښ مشر بلال محسود وايي، په جنوبي وزيرستان کې خو د امن پرځای کېدو ويل شوي او خلک بيرته خپلو علاقو ته هم ستانه کړی شوي دي او د ځايي خلکو سره نه ټوپک، نه تماچه او نه چاړه شته او بيا په هر درې کلوميټره فاصله کې چيک پوسټ هم دی.

هغه وويل دوی د يادې پېښې غندنه کوي خو ځايي ولې ځورول کيږي. هغه زياته کړه پوځ دې په خپله د دې پېښې پلټنې وکړي ځايي خلک دې بې ځايه نه تنګوي.

محسود وويل د ۴۸ نه کرفیو لګول شوې خلک په يخ موسم کې په خوړ کې کښېنول شوي او تشدد پرې هم کولی شي.

هغه زياته کړه که کرفیو په سمدستي ډول لرې نه کړی شوه نو دوی به د سباني احتجاج لړۍ وغځوي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم په وچه خوړه کې د کرفيو او په خلکو د تشدد کولو ويلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG