لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په ضمني انتخاباتو کې د ای اېن پي کانديد د ګورنر شاه فرمان ورور ته ماتې ورکړې


پېښور کې په پي کي – ۷۱ حلقه باندې ضمني انتخابات د عوامي نيشنل ګوند کانديد ګټلي دي، د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجې ترمخه د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف کانديد او ګورنر شاه فرمان ورور بايللې ده.

د ای اېن پي کانديد صلاح الدين مومند ۱۱۴۱۶ ووټونه اخيستي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ورور زوالفقار خان ۱۰۰۰۴ ووټونه اخيستي او بايللې يې ده.

دغه چوکۍ د ۲۵م جولايۍ په عامو انتخاباتو کې شاه فرمان ګټلې خو د ګورنر جوړېدو وروسته يې دا چوکۍ خالي پاتې شوې او بيا يې پرې ورور ودرولی ؤ.

څيړونکي رحیم الله يوسفزي په ټويټر ليکلي،

"د ای اېن پي صلاح الدين مومند د پي کی – ۷۱ ضمني انتخابات وګټل څوک چې د پي ټي ايي غړی ؤ. هغه د پي ټي ايي نه په ټکټ نه مېلاوېدو احتجاج کړی او په ای اېن پي کې شامل شوی ؤ. ګورنر شاه فرمان په ۲۵م جولایۍ دا چوکۍ ګټلې او بيا يې پرې ټکټ د هغه ورور زوالفقار خان له ورکړو. دا د پي ټي ايي دپاره سبق دی چې ووټرانو يې خپلولۍ رد کړې".

د عوامي نيشنل ګوند اېمل ولي خان ويلي، "ضمني انتخابات هغه څوک ګټي چې حکومت يې وي، خو پي ټي ايي ماتې وخوړه او دا ښايي چې پي ټي ايي د ار ټي اېس نظام خرابېدو او پولينګ ايجنټانو د شمېرې په وخت د لرې کولو ضرورت وي".

​په ۲۵م جولایۍ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو باندې عوامي نيشنل ګوند، مسلم ليګ ن، پيپلزپارټۍ او نورو ټولو ګوندونو د درغليو تورونه لګولي وو.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په پېښور کې دا دوېمه چوکۍ ده چې په ضمني انتخاباتو کې يې وبايلله.

له دې وړاندې په پي کی – ۷۸ باندې د عوامي نيشنل ګوند ثمر هارون بلور د تحریک انصاف کانديد ته ماتې ورکړې وه، او د پي ټي ايي يو کانديد په سوات کې هم د جولايۍ د عامو انتخاباتو ګټلې چوکۍ د ای اېن پي په کانديد بايللې وه.

پرون په کراچۍ کې هم په دوه حلقو ضمني انتخابات شوي دي او دواړه د پي ټي ايي کانديدانو ګټلي دي.

په عامو انتخاباتو کې د کراچۍ نه په اېن ای – ۲۴۷ د پي ټي ايي کانديد عارف علوي کامياب شوی او پي اېس- ۱۱۱ هم د پي ټي ايي عمران اسماعيل ګټلې وه.

عارف علوي صدر جوړ شوی او عمران اسماعيل ګورنرجوړ کړی شوی او دغه چوکۍ ترې خالي شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG