لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېښور په سکول د بريد په اړوند که څوک بيان يا مالومات شريکوي اندراج دې وکړي، پېښور هايکورټ


د پېښور هايکورټ د ځايي ورځپاڼو د لارې اعلان کړی د سترې محکمې په امر د پېښور د ارمي پبلک سکول د ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴م د پېښې د پلټنو دپاره جوړ کمېشن خپل کار پېل کړی، که څوک د دغه پېښې په اړوند څه مالومات ورکول يا شواهد لري د بيان ورکول دپاره دې خپل اندراج ورکړي.

د پېښور هایکورټ رجسټرار کمېشن ويلي ، هر څوک که په دغه اړوند خپل بيان ورکول غواړي "په درې ورځو کې دې د کمېشن د سيکرټري کورټ نمبر ۱۰ پېښور هايکورټ کې په دفتري وخت کې سره د خپل شاختي کارډه حاضر شي او اندراج دي وکړی چې بيا يې کمېشن د بيان ورکولو دپاره راغواړي".

فضل خان اېډوکېټ چې زوی يې په ياده پېښه کې وژل شوی ؤ، وايي دوی په دغه يو کسيز عدالت کمېشن اعتراض لري خو د دې باوجود به ځکه کمېشن ته بيان ورکوي چې سبا ورته بيا دغه خبره ونه شي چې خپل بيان مو ولې نه دی ورکړی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، دوی په ياد کمېشن يو دا اعتراض لري چې دا کمېشن بايد د ملګرو ملتونو يا يورپي يونين د کمېشن لاندې جوړ شوی وی فرانزک مالومات يې راټول کړل شوی وی.

هغه وويل "د کوم جج دا کمېشن چې جوړ شوی دا په لسم نمبر سينئر جج دی په دې کې پکار وه چې د سپريم کورټ ججان شامل وی يا د پېښور هايکورټ درې، څلور ججان وی په دې کمېشن کې".

فضل خان وويل دوی د اولې ورځې نه د انصاف ترلاسه کېدو دپاره يوه لاره نه ده پرېښودې. هغه وويل بايد هر څوک لاړ شي او دې کمېشن ته خپل بيان ورکړي.

د پېښور د سکول د پېښې د پلټنو دپاره د سترې محکمې په امر يوه اوونۍ وړاندې د پېښور هايکورټ د جسټس محمد ابراهيم خان يو کسیز بنچ جوړ کړی شوی دی.

د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د روان کال اپرېل په مياشت کې هغه وخت د دغه پېښې نوټس اخيستی چې کله په پېښور هايکورټ کې د يوې اورېدنې په مهال د څو وژل شوؤ ماشومانو ميندې پلاران د هغه کمرې ته په احتجاج ورننوتي وو.

د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د روانې میاشتې په پينځمه نېټه نوموړي په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

د عدالت لخوا د کمېشن جوړولو په امر د وژل شوؤ ماشومانو ميندو او پلارانو ویلي څلور کاله وروسته د دوی غوښتنه واورېدل شوه.

خو دوی وايي که بيا هم دوی د کمېشن څخه مطمئن نه شو نو دغه کېس به ملګرو ملتونو ته يوسي.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګر بريد شوی چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول ماشومان وو.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندو پلرونو د پېښې سمدست وروسته غوښتنه کړې وه چې د عدالتي کمېشن د لارې دې د يادې پېښې پلټنې وشي او زمه وار دې يې ښکاره کړی شي.

XS
SM
MD
LG