لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیه: د وسلو له تړون څخه د امریکا په وتلو به نړۍ نوره هم خطرناکه شي


د کرملن ویاند ډیمیټري پېسکوف
د کرملن ویاند ډیمیټري پېسکوف

واشنګټن: کرملن د ګل یا دوشنبې په ورځ اندېښنه څرګنده کړې، چې له روسیې سره د سړې جګړې له وخته د وسلو له شوي تړون څخه د امریکا په وتلو به نړۍ لا نوره هم خطرناکه شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، دی غواړي له دغه تړون څخه ځکه ووځي چې روسیه داسې توغندي جوړوي او ازمايي چې د ۱۹۸۷ کال د منځني واټن اټومي ځواکونو له تړون څخه سرغړونه ګڼل کیږي.

د آی ان اف (انټرمېډېټ) په نامه په دغه تړون کې امریکا او روسیه له دې منعه شوي دي چې له ځمکې څخه ویشتونکي داسې اټومي توغندي جوړ کړي چې له ۵۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ کیلومټرو پورې واټن ووهي.

یاد تړون په سپینه ماڼۍ کې د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر میخایل ګورباچوف او د امریکا د ولسمشر رونالډ رېګن ترمنځ لاسلیک شوی وو.

د کرملن ویاند ډیمټري پېسکوف نن خبریالانو ته وویل، روسیې له دغه تړون څخه سرغړونه نه ده کړې خو که امریکا غواړي چې نوي توغندي جوړ کړي نو روسیه به هم مجبوره شي چې په ورته کار لاس پورې کړي.

پیسکوف وویل، روسي چارواکي غواړي د امریکا ددې پلان په اړه د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن څخه په روانه اونۍ کې نور معلومات ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده، چې بولټن به د ګل یا دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف او د نهې یا سې شنبې په ورځ به له ولسشمر ویلادیمر پوتین سره وګوري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG