لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکي رسنۍ: محمد بن سلمان د خاشقجي په وژنه کې لاس لري


د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان

واشنګټن: د ترکي حکومت پلوه رسنۍ د ګل یا دوشنبې په ورځ دعوه کړې چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي وژنه کې لاس لري.

دغه خبر په داسې حال کې خپور شوی چې د ترکي صدر طیب اردوان وايي، د پېښې په اړه به ریښتیا ښکاره کوي.

جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

صدر اردوان ویلي، د نهې یا سې شنبې په ورځ به نور معلومات شریکوي چې درې اوونۍ وړاندې کله چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په استنبول کې د سعودي قونصلګري ته ورغلو نو څنګه بې درکه شوو او چا ووژلو.

دوه اوونۍ وړاندې سعودي عربستان په لومړي ځل منلې وه چې د خبریال جمال خاشقجي وژنه یوه خطا (غلطي) وه او دا چې سعودي عرب له دې نه دی خبر چې د هغه مړی چېرته دی.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د امریکا فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیرعادل الجبیر ویلي:

٫٫ په دغو عملیاتو کې برخه اخېستونکو د خپلو اختیاراتو او ذمه وارو نه وړاندې تللي، او زیاتوي د جمال خاشقجي وژنه دغه کسانو غلطي کړې. ٫٫

عادل الجبېر دا خبره هم رد کړې چې ګنې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې د عملیاتو نه خبر وو. نوموړي زیاته کړې د خاشقجي د وژنې په عملیاتو کې لاس لرونکي کسان د وليعهد نژدې کسان نه وو.

خو نړیوال قوتونه او د سعودي حکومت اتحادیان هم وايي، چې د سعودي په بیان کې تضاد ښکاري.

صدر ټرمپ لومړی د فشار مخه نیوله چې مقصد یې د سعودي حکومت سره د وسلو معاهده پرځاي ساتل وو او صدر ټرمپ ویل د جمال خاشقجي په اړه د سعودي دریځ سم دی، خو په ورستیو کې صدر ټرمپ تور ولګولو چې د سعودي حکومت په دغه اړه دروغ وايي.

د ترکي حکومت پلوه ورځپاڼه یعني سفاک تور لګوي چې د سعودي امنیتي چارواکي مهر عبدالعزیز مترب چا چې د خاشقجي د وژلو د عملیاتو مشري کوله د وليعهد محمد بن سلمان دفتر کې بدر العسکر سره د پښې وروسته څلور ځله اړیکه نیولې وه.

د ورځپاڼې سرلیک دی چې د سعودي وليعهد ګیره تنګيږي.

عبدالقادر سلوي، څوک چې حوریت اخبار لپاره مضمونونه لیکي او د صدر اردوغان ته نږدی ګڼل کېږي وايي، هغه ته چې څه ویل شوي دي نوي معلومات دي او ویل یې چې شهزاده محمد باید پړه په غاړه واخلي.

ښاغلي سلوي وايي، د سعودي ډلې خاشقجي په اته منټه کې وژلی، او بیا د سعودي ډلې یو تن صالح محمد التبي ، د جمال خاشقجي مړی په پنځلس ټوټو کې پرې کړ او اخبار لیکلي صالح چې د سعودي فرانزک محکمه کې لیفټنټ کرنل دنده لري او کله چې یې د خاشقجي مړي ټوټې کوو نو سندرې یې هم اوریدلې.

سلوي لیکي، مونږ د جمال خاشقجي مقدمه نشو ختمولې تر څو چې وليعهد محمد بن سلمان د خپلې څوکۍ نه نوي لېری کړای شوی.

د سلوي په فکر ترکیه محمد بن سلمان څوک چې د ترکي دشمن دی د 50 کلونو پورې نشي زغملی.

د ترکي میډیا دعوه کوي، چې له ترکي حکومت سره د جمال خاشقجي وژني په اړه اډیو او وډیو استخباراتي معلومات شته.

صدر ټرمپ غوښتي وو که داسې ثبوتونه شتون لري نو باید ترکيه دې له امریکا سره شریک کړي.

جمال خاشقجي د سعودي عرب په مدينه ښار کې يه يوه مالداره او مشهوره کورنۍ کې زېږېدلی وو.

نوموړي په ۱۹۸۳م کې د امريکا نه په خبریالۍ (جرنلزم) کې ډګري ترلاسه کړې وه او له هغې وروسته يي په سعودي عرب کې په يو شمېر ځايي او نړيوالو اخبارونو کې کار کړی.

خبريال جمال خاشقجي به وخت په وخت د سعودي عرب په حکومت او په ځانګړي ډول په شهزاده محمد بن سلمان نيوکې کولې.

نوموړی یو کال وړاندې د سعودي عرب د حکومت له وېرې امريکا ته راغلی وو او دلته يي په خپله خوښه د جلاوطنۍ ژوند کاوه او له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره يي هم کار کاوه.

XS
SM
MD
LG