لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"د کندهار بريد د افغانستان د سرحد نه هاغه خوا ته پلان شوی ؤ"، معصوم ستانکزی


د افغانستان د ملي امنیت مشر د پاکستان د نوم اخیستو پرته ويلي د کندهار بريد "د افغانستان دښمنانو د سرحد د هاغه خوا نه پلان کړی اوکوم تن چې دا کار کړی هغه ته د سرحد له هاغه خوا نه په ټيليفون هدايات ورکړی شوي وو".

د ملي امنیت يا استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) مشر معصوم ستانکزي په کندهار کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، "هاغه څوک چې دغه بريد يې کړی دا سړی په جعلي تذکره دلته راغلی ؤ په غلط نوم راغلی ؤ".

ښاغلي ستانکزي د نورو مالوماتو شريکولو نه په ډډې کولو سره وويل "دا هم ډېره واضح شوې ده چې ۱۵ دقيقې مخکې د بريد نه د سرحد نه له هاغې خوا ده ته ټيليفون شوی دی دې هلک ته ، تقريبا دوه نیمې دقيقې خبرې يې کړي دي هدایات يې اخیستی دی".

هغه وويل د دې بريد په پلان کولو ډېر وخت لګول شوی او دا کار بيا ترسره شوی دی.

په کندهار کې د تېر زيارت، پنجشنبې په ورځ يو ترهګر بريد شوی چې پکې د دغه صوبې د پوليسو مشر جنرل عبدالرازق ،د ملي امنیت سیمه ییز مشر عبدالمومن حسېن خېل او د سرکاري ټیلیویژن یو کېمره مېن سلیم خان انګار وژل شوي او د دوو امریکایانو په ګډون د کندهار والي زلمی ویسا پکې ټپیان شوي وو.

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې وه.

خو د جمعې په ورځ بيا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني خپل پاکستاني سيال شاه محمود قرېشي ته په ټيليفوني خبرو کې ويلي ؤ،

"د افغانستان دولت د جنرل عبدالرازق او هغه سره د وژل شوؤ د پېښې پلټنې پېل کړي، او د دغه پېښې زمه واري طالبانو منلې او د دغه ډلې مشران په پاکستان کې دي. افغانستان د پاکستان نه خواست کوي چې د دې بريد کوونکو په ښکاره کولو کې يې مرسته وکړي".

شاه محمود قرېشي افغان سیال ته په دغه پېښه د خواشينۍ دپاره ټيليفون کړی ؤ. د پاکستان حکومت او پوځ هم په کندهار کې د شوي برید غندنه کړې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان چارواکي ويلي بريد د پولې پورې غاړې ته پلان شوی له دې وړاندې پاکستان او افغانستان په يو بل ښکاره تورونه لګولي چې خاوره يې د بل پرضد کارولې ده، خو دواړوه د دغو تورونو رد هم کوي.

بل لور ته د جنرل رازق ورور تادين خان اڅکزی د کندهار د پوليس مشر ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG