لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د سعودي عرب سفر د پاکستاني او نړيوالو په نظر کې


د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګل، دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته د نړيوالې پانګونې غونډه کې د ګډون دپاره تللی خو په پاکستان کې دننه او په نړيوال کچ د عمران دې سفر ته مثبت غبرګون نه ويل کيږي.

عمران خان په داسې حال کې په سعودي عرب کې کېدونکې د پانګونې په غونډه کې ګډون کوي چې سعودي عربستان په نړيوال کچ د ژورنالسټ جمال خاشقجي په وژنه تورن او د سخت فشار لاندې دی.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند پيپلزپارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې نفيسه شاه په ټویټر د عمران خان د سعودي عرب د سفر په اړوند ويلي،

"ايا دا د عقل خبره ده؟ چې سعودي عرب د ژورنالسټ جمال خاشقجی په بې درکۍ او بې دردۍ وژنه باندې د نړۍ د فشار لاندې دی او ډېرو نړیوالو مشرانو په دغه غونډه کې د ګډون انکار هم کړی دی". او په داسې کې عمران خان د سعودي عرب په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د امریکې په ولسن څيړنيز مرکز کې د اسیا د چارو کارپوهه مايکل کېګلمېن ويلي،

"په داسې کې چې د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو او کمپنيانو د سعودي عربستان د غونډې څه انکار کړی، عمران خان د رياض په لار دی، او هغه په دې ټينګ دی چې د سعودي عرب نه فنډ واخلي، هغه (عمران خان) وايي چې ښه کار کوي خو په نړۍ کې دا ناشولته ګڼلی کيږي".

د پاکستان د دولتي ميډيا ترمخه وزيراعظم عمران خان په سعودي عرب کې د (ډېوس ان دې ډيزرټ) په نوم کېدونکې پانګونې غونډه کې د ګډون دپاره رسېدلی دی.

ویل شوي عمران خان ته د سعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.

عمران خان تېره میاشت هم د سعودي عربستان سفر کړی ؤ او ويل کېده چې سعودي عرب به په اقتصادي ستونزو کې ښکېل پاکستان سره مرسته وکړي خو داسې هيڅ قسمه خبر بيا مخې ته نه ؤ راغلی.

په رياض کې نن د نهې، سه شنبې د ورځې ۲۳م اکتوبر نه تر ۲۵م اکتوبر پورې د پانګونو نړيواله غونډه پېل شوې چې پکې ويل شوي د ګردې نړۍ نه سياسي مشران، کاروباري خلک، کمپينيانې او نړيواله ميډيا ګډون کوي.

خو د امريکا په شمول يو شمېر نړیوالو کاروباري ادارو او د لويديځ چارواکو د ژورنالسټ جمال خاشقجي د وژنې په سر په غونډه کې د ګډون نه انکار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG