لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دبهرنیو پورونو خلاصولو دپاره نورو پورونو اخستلو ته اړ یو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د پورونو خلاصولو دپاره یې هیواد نورو پورونو اخستلو ته اړتیا لري همدغه لامل دی چې دهغه حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف اؤ ملګرو هیوادونو سره تماسونو نیسي.

عمران خان چې دسعودي نه د پور اخستلو په هیله دا مهال دسعودي عرب په سفر دی دغلته یې دسرمایه کارۍ په اړوند راجوړ شوي درې ورځني کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي راتلونکې دریوؤ څخه نیولې شپږ میاشتې دپاکستان دپاره ډیرې سختې دي .

څیړونکي وایي په دې وروستیو کې پاکستان د سختو اقتصادي کړمو سره مخ شوی دی اؤ د بهرنه په اخستل شوؤ پورونو دسود ورکولو پیسې هم نه لري.

وزیراعظم عمران خان چې اقتدار ته له رسیدلو وړاندې یې د بهرنیو پورونو اخستلو سره مخالفت ښودلو اوس غواړي چې دهیواد دچارو پرمخ وړلو دپاره د ایي ایم ایف،سعودي اؤ نورو ملګرو هیوادونو څخه هم پورونه واخلي.

عمران خان وویل په پاکستان کې د سرمایه کارۍ دځپل کیدلو یو ستر علت د ترهګرۍ په ضد جګړه وه ځکه چې په لویه کچه د ترهګریزو بریدونو له امله کمپنیو پاکستان کې پخپلو پنګو لګولو کې خوښي ونه ښودله خو اوس چې امن بیرته پځائ شوی نو بهرنۍ کمپنیو د انرژۍ څانګه کې سرمایه کارۍ کولو کې خوښي ښودلې ده.

وزیراعظم وویل حکومت یې هڅه کوي چې هیواد کې دکاروبار موقعې سیوا کړي سرمایه کارو ته یو غوره چاپیریال ورکړي.

هغه وویل دحکومت یې ایله درې میاشتې پوره شوي دي اؤ په راتلونکي کې غواړي چې د هیواد د برامداتو په سیوا کولو زرمبادله سیوا کړي.

وزیراعظم خپله وینا کې دپاکستان اؤ چین اقتصادي لاره یا سي پیک دپاکستان دپاره ډیره مهمه وبلله اؤ وئ ویل ددې پروژې له امله دپاکستان اسټراتیژک ارزښت سیوا شوی دی.

هغه وویل چین دپاکستان دپاره یوه ستره مندهي ده اؤ سي پیک دپاره د ګوادر په څير اقتصادي ساحو ته پرمختیا ورکول کیږي.

ښاغلي عمران خان وویل حکومت یې بې کوره خلکو دپاره دیو کروړ کورونو جوړولو تابیا کړې ده چې ددې پروژې په لمړي پړاؤ کې به ۵۰لکه کورونه جوړولی شي اؤ په دې کې دبهرنۍ سرمایه کارۍ هیلې هم شته .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG