لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خاشقجي له ځوی سره د سعودي د پاچا او ولي عهد لیدلو ته له قهره ډک غبرګون ښودل شوي


واشنګټن: د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیر السعود او د هغه ځوی ولیعهد محمد بن سلمان د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د ځوی صالح سره د لیدلو وروسته په ټولنیزو رسنیو باندې له قهره ډک غبرګون ښودل شوی.

په ټولنیزو رسنیو د سعودي د پاچا او دده د ځوی دغه ګام غندل شوی او ویل شوي چې ددې هر څه وروسته اوس د هغه له ځوی سره لیده کاته د هغه د پلار د مرګ د پټولو یوه بله هڅه ده.

په ټوېټر باندې یو شمېر کسانو نیوکې کړي چې د خاشقجي ځوی صالح په سعودي کې په زوره دننه ساتل کیږي او بهر ته د تللو اجازه ورته نشته او دغه لیدنو ته هم مجبوره کړای شوی دی.

د واشنګټن پوست کالم لیکونکي او سیاسي کارپوه براین کلاس په ټوېټر لیکلي:

(لومړی یې دده پلار مړ او بیا یې ټوټې ټوټې کړ او بیا یې د هغه د پټولو لپاره دروغ وویل او اوس د هغه له ځوی سره په زوره ویني څوک چې په دغه هېواد کې یو قیدي دی.)

د پاکستان یوې خبریالې ګل بخاري بورزو دراغي نومي تن ټویټ په خپل ټوېټر خپور کړی چې پکې ویل شوي دا به د خاشقجي د ځوی صالح لپاره څومره د تکلیف وخت وو چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلو ته مجبوره کړای شو. د صالح په زهن کې دا خبره خو به وي چې محمد بن سلمان دده د پلار په وژنه کې لاس لري.

یو بل مشهور خبریال پېرس مورګن په خپل ټوېټر لیکلي، چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي ځوی سره لیدنه په خلکو کې د خپل انځور ښه کولو یوه هڅه ده.

دی وايي، محمد بن سلمان ډېر سپک کار کړی او له دې نه نور ښکته نشي غورځېدلی.

نوموړي په خپل ټوېټر کې محمد بن سلمان چې په انګلیسي کې (ام بي اس) لېکل کیږي د محمد بون سا (د محمد د هډوکې ارې) په نوم یاد کړی.

له محمد څخه د هغه هدف د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دی.

د سعودي پاچا او ولیعهد د خاشقجي له ځوی سره لیده کاته په داسې وخت کې کړي چې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان ددغه هېواد په پارلمان کې د وینا په وخت ویلي، د خاشقجي وژنه له وړاندې نه پلان شوې وه.

د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشره جینا هسپېل هم ترکیې ته تللې ده او د خاشقجي د وژنې په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته به ولسمشر ټرمپ ته راپور ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG