لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې بيا په پاکستان غږ کړی چې په افغانستان کې جګړه ودروي


د امریکې د بهرنیو چارو وزير مايک پومپيو د نهې، سه شنبې په ورځ بيا په پاکستان غږ کړی چې په افغانستان کې د تندروۍ جګړه ودروي کنه حساب به ترې وغواړي.

پومپيو په افغانستان کې د انتخاباتو هرکلی کړی چې د ستونزو باوجود په افغانستان کې افغانانو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.

پومپيو ویلي، "زمونږ د پاکستان نه دا هيله ده چې په خپله لویديځه پوله به ترهګرو ته خوندې ځالې ورنه کړي".

د امريکا د بهرنيو وزير زياته کړې "مونږ نه شو کولو چې دا پېغام (پاکستان ته) نور روښانه کړو، او پاکستان که په خپلو هڅو کې رښتونی نه ؤ او اهداف يې ترلاسه نه کړه حساب به ورسره وکړو".

د پومپيو په وېنا "هر څوک په افغانستان کې روغه جوړه غواړي چې ترلاسه يې کړي او پاکستان دې په خپله خاوره دننه د حقاني او طالبانو دپاره خوندي ځالې ونه لري".

د ای اېف پي ترمخه د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د کلونو د شکايت وروسته چې اسلام اباد د هغو تندلارو سره اړیکې ساتي څوک چې په افغانستان او هند کې ترهګري کوي، تېره مياشت يې د پاکستان ۳۰۰ ملينه پوځي امداد ودرولی دی.

پاکستان وايي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې غټې قربانۍ ورکړي او هڅه کوي چې طالبان د خبرو مېز ته راولي.

روانه مياشت په قطر کې د امریکا استازې د طالبانو د پلاوي سره هم ليدلي، او پاکستان وايي د افغانستان شخړه د خبرو د لارې هوارېدی شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير تېره مياشت د پاکستان سفر کړی او د تحريک انصاف د حکومتي واکمنو سره يې ليدلي ؤ.

له دغې وروستو روانه میاشت د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د پاکستان سفر کړی او په افغانستان کې يې د طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو په اړوند چارواکو سره خبرې کړي دي.

پاکستان د تېر کال راهسې د افغانستان په اړوند د امریکا د سخت فشار سره مخ دی.

د روان کال په لومړۍ نېټه د امريکا صدر ډانلډ په يو ټويټ کې ويلي ؤ، پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.

امریکا او افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې سره نور هغه ترهګر ساتلي څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG