لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب به پاکستان ته د درې اربه ډالرو سره په قرضو تېل ورکوي


پاکستان ويلي سعودي عربستان به د يو کال دپاره پاکستان ته درې اربه ډالره قرض ورکړي او درېو کالو پورې به ورته په قرضو تېل ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره د پلاوي په سعودي عرب کې د پانګونو په غونډه کې ګډون وروسته تېره شپه بيرته ستون شوی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د سعودي عرب د چارواکو سره د ليدنې وروسته دواړو هېوادونو يادداشت لاسليک کړی دی.

ويل شوي د پاکستان د ماليې وزير اسدعمر او د هغه سعودي سيال يادداشت لاسليک کړی چې سعودي عرب به د يو کال دپاره پاکستان ته درې اربه ډالره قرض ورکوي.

ويل شوي په دې هم اتفاق شوی چې سعودي عرب به د درېو کالو پورې پاکستان ته د کال په سر په قرضو د درې اربه ډالرو تېل ورکوي.

سعودي عرب خوښي څرګنده کړې چې په پاکستان کې د پټرولو په ريفاينرۍ کې پانګونه وکړي او دا يادداشت به د پاکستان د کابينې سره د مشورې وروسته لاسليک شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي سعودي عرب د پاکستان په معدني سرچينو کې د پرمختګ دپاره هم خوښي څرګنده کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سعودي عرب په غونډه کې باوجود د دې ګډون کړی چې د امريکا په شمول د نړۍ يو شمېر مشرانو، نړیوال بېنک، ايي اېم اېف او کاروباري شخصيتونو د ژورنالسټ جمال خاشقجي د وژنې په سر په ياده غونډه کې د ګډون نه ډډه کړې.

خو د پاکستان وزيراعظم ويلي د هېواد د انتهايي خراب اقتصادي صورتحال له امله ورسره په غونډه کې د ګډون پرته بله لاره نه وه.

د منځني ختیځ د خبرونو یوې ویب پاڼې مډل ایسټ ايي سره په مرکه کې عمران خان هيله څرګنده کړې چې سعودي حکومت به د جمال خاشقجی د قتل په اړه یو داسې وضاحت وړاندې کړي چې د هر چا دپاره به د اطمینان وړ وي او دا چې د خبریال د وژنې ذمه وار خلکو ته به سزا ورکړی شي.

عمران خان په غونډه کې د ګډون نه وړاندې ويلي د هېواد د قرضونو په وجه د ریاض په غونډه کې برخه اخلي. هغه وویل هېواد یې د قرض د "تاریخ بدترین" صورتحال نه تيریږي.

عمران خان زياته کړې که حکومت یې په راتلونکو دوو دریو میاشتو کې د ايي اېم اېف او د نورو دوستانو هېوادونو نه قرض وا نه خستو نو د هېواد زرمبادله ذخایر به دومره نه وي چې ملک به یې د وړاندې نه اخیستل شوو قرضونو ادا کولو جوګه وي او یا د وارداتو پېسې ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG