لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پوليو نړيواله ورځ: د نړۍ په مخ يواځې په پاکستان، افغانستان او نايجيريا کې دا رنځ پاتې دی


نن په ۲۴م اکتوبر چې د پوليو د ناروغۍ د مخنيوي نړيواله ورځ نمانځل کيږي، پاکستان، افغانستان او نايجيريا د نړۍ په مخ يواځيني هېوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس اوس هم شتون لري.

د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه د ۱۹۸۸م څخه د پولیو پرضد مبارزه کې په ۱۲۵ هېوادونو کې د پوليو وايرس ختم کړی شوي او يواځې په درېو هېوادونو کې پاتې دي.

پاکستان کې په روان کال کې تراوسه پورې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلي چې پکې درې د بلوچستان په دکي ضلع کې، يوه د خېبرپښتونخوا په چارسده، يوه په خېبر کې او يوه د کراچۍ په ګډاپ ټاؤن کې مخې ته راغلې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي،

"زمونږ حکومت د پاکستان نه د پوليو په بشپړ ډول د ختمولو دپاره کلکه اراده لري، د پوليو د نړيوالې ورځې په موقع زه او زما قوم باوري دی چې مونږ به د خپل راتلونکو نسلونو دپاره د خوندي او صحت مند او پوليو نه پاک پاکستان په ترلاسه کولو کامياب شو".

د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر بابر بن عطا ويلي، که په راتلونکي ژمي کې هر څوک وکړي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي دوی هيله لري چې د پوليو د وايرس به په بشپړ ډول ختم کړی شي.

په افغانستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو ۱۶ پېښې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې تېر کال د پوليو اته پېښې او په افغانستان کې ۱۴ پېښې رپوټ شوې وې.

XS
SM
MD
LG