د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې په يو وسله وال بريد کې د تېلو د يوې شخصي کمپنۍ په ګاډي بريد کې څلور تنه وژل شوي دي.
د شمالي وزيرستان د انتظاميې په وېنا دغه پېښه پرون د شمالي وزيرستان د افغانستان سره پولې ته په نزدې علاقه کې رامنځته شوې ده.
د سيمې نه د وي او ای ډيوه خبريال عدنان بېټنی وايي انتظامي چارواکو ورته د بريد پخلی کړی چې د نهې، سه شنبې په ورځ نامالومو وسله والو په سیمه کې د تېلو د کمپنۍ په يو ګاډي بريد کړی دی.
چارواکو ويلي د تېلو د کمپنۍ ګاډي په علاقه کې سروی کوله او په دغه مهال پرې بريد شوی او د ډزو سره په ګاډي اور هم لګېدلی دی.
ویل شوي په بريد کې د کمپنۍ دوه کار کوونکي، د ګاډي ډرائيور او يو ساتونکی وژل شوي دي.
ځينې ځايي رسنيو ویلي نامالومو کسانو اول ګاډي تښتولی او د کمپنۍ کارمندان يې يرغمال کړي او بيا يې وژلي دي.
چارواکو ويلي د پېښې ځايې ته يې امنيتي سرتيري لېږلي او پلټنې پېل کړی شوي دي خو په علاقه کې کرفيو نه ده لګول شوې.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري هم چا نه ده منلې.