لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوغان: د خاشقجي په وژنه کې ککړ خلک به محاکمه کېږي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

واشنګټن: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شورو یا چهارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د خاشقجي وژونکي به هرو مرو محاکمه کیږي.

اردوغان چې په عنقره کې یې خبرې کولې وویل، ترکیه به پرې نږدې چې وژونکي د پردې لاندې پټ وساتل شي بلکه دوی به د هغوی په ښکاره کولو کې هر ډول ثبوت په روڼوالي سره شریک کړي.

د اردوغان دغه څرګندونې پارلمان ته د نهې یا سې شنبې په ورځ د هغه له وینا وروسته شوي په کومې کې چې هغه وویل، خاشقجي د سعودي لخوا له مخکې څخه د یو جوړ شوي پلان په ترڅ کې وژل شوی دی.

اردوغان د سعودي هغه ادعا هم رد کړه چې د خاشقجي د وژنې پړه یې په یاغي او سرکښو ایجنټانو باندې اچولې وه.

اردوغان وویل:

"له راټولو شویو شواهدو داسې ښکاري چې خاشقجي د یوې ظالمانه وژنې قرباني شوی دی او دداسې ظلم پټول به انساني وجدان ژوبل کړي.

اردوغان زیاته کړه، هر هغه کس چې د خاشقجي د وژنې امر یې ورکړی باید ورسره حساب وشي او دا یې هم وویل چې سعودي عربستان د خاشقجي د وژنې له پېښې سره په تړاو مخکې له مخکې ۱۸ چارواکي نیولي دي.

ددې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د نهې یا سې شنبې د ورځې ناوخته له پېښې سره په تړاو د ځینو سعوديانو یادونه کړي او د هغوي ویزې یې کنسل کړي دي.

پمپیو دا هم ویلي، چې د خاشقجي د وژل کېدو له امله به دا د امریکا لخوا یواځیني ګامونه نه وي بلکه دوی به له اړوندو کسانو سره د حساب او کتاب لپاره نور ګامونه هم پورته کوي.

"مونږ دا په څرګندو ټکو ویلي چې د خبریال خاشقجي د خاموشه کولو لپاره به امریکا له تاوتریخوالي څخه ډکې داسې زړه بوږنونکي کړنې و نه زغمي. "

خو پمپیو دا نه دي ویلي چې د څومره سعودیانو ویزې یې کنسل کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وکیلانو ته دا هم وویل چې سعودي عربستان دا منلې ده چې خاشقجي وژل شوی او دا ډېر مهم ګام دی.

هغه زیاته کړه اوس مونږ تمه لرو چې هغوی به هغه کسان هم په ګوته کړي چاچې دا کار کړی که هغه جګ پوړي چارواکی وي او یا د ټيټې کچې خو باید محکمې ته راکاږل شي.

خو اردوغان په خپلو خبرو کې هېڅکله د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان نوم یاد نه کړ او نه یې هم ددغې پېښې په اړه کوم غږیز پیغام خپور کړ.

ترکي پولیسو د جمال خاشوقجي د بدن د ټوټو موندلو لپاره د سعودي د کونسلګرۍ په دوو ودانیو کې پلټنې کړي خو لا تر اوسه یې د هغو د موندلو خبر نه دی ورکړی.

د ار ټي په نامه یو روسي تلویزیون بیا تېره ورځ ویلي وو چې د خاشقجي د بدن ټوټې د سعودي د کونسلګرۍ په باغ کې موندل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG