لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي ‌‌‌‌‌‌ډالرې - خېرات که قرض؟


د پاکستان وزير اعظم عمران خان اخر هم د سعودي عربستان نه په شپږ اربه ‌‌‌‌‌‌ډالرو اخستلو کې بريالی شو. عمران خان او ملګري يې دا کاميابي ګڼي خو ناقدين وايي پوه نه دي چې سعودي دا امداد په کومو شرطونو پاکستان ته ورکوي.

د حکومت مخالفه د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر په ټويټر ويلي،

"د وزيراعظم په تقرير کې د سعودي د قرض په اړوند د شرط يو ټکی هم نه ؤ. که د سي پېک د پاکوالي غوښتنه سمه ده نو د سعودي عرب د قرض د پاکوالي غوښتنه هم ضروري ده. ايا د بادشاهت د ساتنې دپاره د پوځ لېږلو په سر مرسته ترلاسه کيږي، شک دی".

د عوامي نيشنل ګوند افراسياب خټک ویلي،

"اوس د خېرات په ترلاسه کېدو خوشحالي کول خو پکار ده. سېول نافرمانيانو، احتجاجي دهرنو او سازشونو د لارې خو مو ملک ديواليه کېدو ته راوستی ؤ. اوس خو به څو مياشتې په مزو کې تېرې شي، د دې وروسته په خېرات غوښتو خو به خودکشي نه کوې چې د بل چا پښو ته کښېنې".

ژورنالسټ او څيړونکي طلعت حسېن د عمران خان د سعودي عرب نه په قرضې ترلاسه کولو طنز کړی دی.

"د وزیراعظم عمران خان په وېنا د سعودي قرضه زبردسته ده (الحمدالله)، اوس به زمونږ ګوزاره وشي (شکريه بادشاه سلامت). ورسره به مونږ سعودي عرب د يمن د شخړې نه په ويستو کې هم مرسته کوو. يعنې شايد قرضداري خو بااثره درېمګړی، واه".

خو د پاکستان يو بل ژورنالسټ او څيړونکی حامد مير بيا د سعودي عرب پاکستان ته په قرض ورکولو خوښۍ ته ښه خبر وايي،

"دا د پاکستان دپاره ښه خبر دی. زه هيله لرم چې د سعودي عرب د دې ښېګړې سره به د تېلو نرخونه نور سېوا نه شي".

نوموړي بيا ويلي د بهرنيو چارو وزیرشاه محمود قرېشي ورته د هغه د ټي وي په پروګرام کې ويلي چې د سعودي عرب د شپږ اربه ډالرو قرض هيڅ شرطونه نشته.

د پاکستان يو بل ژورنالسټ او په ټي وي چېنل پروګرام کوونکي کامران خان هم د سعودي عرب نه په قرضه ترلاسه کولو کې په کاميابېدو عمران خان ستايلی دی.

"د وزيراعظم عمران خان بچي يا خوېندې وروڼه نشته چې د سعودي عرب سره خپل کاروبار وکړي او نه په خپله د شتمن کېدو ایجنډا لري، په لومړي ځل وزيراعظم د قوم دپاره يوه مثالي سودا وکړه او دې سره به پاکستان بيرته په خپلو مالي پښو ودريږي".

خو باوجود د دې هر څه د عمران خان د حکومت نه غوښتنه کیږي چې د سعودي عرب نه د ترلاسه کړی شوي قرض په شرطونو پارليمان په اعتماد کې واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG