لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه کې پوليس افسر په ډزو وژل شوی دی


د کوټې په نوي کلي علاقه کې نامالومو وسله والو پوليس افسر په ډزو وژلی دی، دا پېښه نن د زيارت، پنجشنبې په سهار رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وېنا د برېوري پوليس تاڼې افسر محمد موسی د ډيوټۍ نه بيرته کور ته روان ؤ او په لار کې پرې بريد شوی دی.

تحريک طالبان پاکستان د ياد بريد زمه واري منلې ده.

پوليس چارواکي وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

پرون د شورو، چهارشنبې په ورځ هم په کلي شابو کې نامالومو موټر سايکل سورو وسله والو د يو سکول په دروازه ډزې کړې او څلور ماشومان يې ژوبل کړي وو.

د شخصي سکول په دروازه ډزو کې ژوبل ماشومان روغتون ته وړل شوي او چارواکو ويلي ؤ روغتيايي حالت يې ښه دی.

د يادې پېښې زمه واري هم چا نه وه منلې او پوليس چارواکو ويلي ؤ په سمدستي ډول نه شي ويلی چې د ډزو په شا د چا لاس دی.

د پاکستان د ناامنۍ سره مخ صوبې بلوچستان کې د اوږدې مودې نه وخت په وخت په پوليس او نورو امنیتي سرتېرو بریدونه کیږي.

په دغو بريدونو کې په وروستيو کې زياتره د پوليس، اېف سي او ليويز سرتيري په نخښه کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG