لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب پوهنتون: په خپله مېرمن پسې تللی تن د اسلامي جمعيت طلبه هلکانو وهلی ټکولی دی


پنجاب پوهنتون کې يو تن چې په خپله ښځه پسې تللی ؤ د اسلامي جمعيت طلبه تنظيم هلکانو ټکولی دی. د ځايي ميډيا ترمخه د پوهنتون چارواکو بيا د ياد تنظيم پينځه هلکان معطل کړي دي.

په سوشل ميډيا داسې ويډيو خپره شوې چې پکې ليدل کيږي څو کسان په ګډه یو تن وهي او بيا يوه جينۍ چغې وهي وايي چې دا زما خاوند دی څه يې کړي دي ولې يې ټکوئ؟.

د پنجاب پوهنتون وياند خرم شهزاد ويلي دغه تن چې پېژندګلو يې د اوېس رند په نوم شوې د پوهنتون د تاريخ څانګې ته په خپله ښځه پسې راغلی ؤ او د اسلامي جمعيت طلبا سره تړاؤ لرونکو زده کوونکو ټکولی دی.

اسلامي جمعيت طلبه تنظيم د جماعت اسلامي ډلې د زده کوونکو سازمان دی.

ندیم اصف ارشي نومې تن په فېس بک ويډيو خپرې کړي او ورته يې ليکلي په پنجاب پوهنتون کې د ریاست په سرپرستۍ کې د اسلامي جمعيت طلبه هلکان د يوې جينۍ زده کوونکې په وړاندې د هغې مېړه وهي.

هغه ويلي اسلامي جمعيت طلبه تنظيم په تعليمي ادارو کې هغه څه کوي کوم چې به متحده (اېم کيو اېم) په سندهـ صوبه او د مسلم ليګ ن ګلوبټ دې يې په برني پنجاب کې کوي.

ويل شوی د پوهنتون وايس چانسلر پروفېسر نياز احمد د پېښې نوټس اخيستی او رجسټرار ته يې په پېښه کې د ککړو کسانو پرضد د ګام اخیستو لار ښوونه کړې ده.

وياند ويلي، چاته به د قانون په لاس کې د اخيستو اجازه ور نه کړي.

هغه ويلي د اسلامي جعيت طلبه پينځه زده کوونکي او يو د پوهنتون ساتونکی (ګارډ) معطل کړی شوي دي. ویاند ويلي ساتونکی ځکه معطل کړی شوی چې دغه تن يې د زده کوونکو څخه نه دی ژغورلی.

پنجاب پوهنتون کې دا لومړی ځل نه دی چې دغه ډول پېښه مخې ته راغلې ده.

تېرکال په ياد تنظيم تور لګول شوی چې په پوهنتون کې یې په پښتنو زده کوونکو حمله کړې او ۱۲ تنه يې ژوبل کړي وو.

په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو زده کوونکو د اتحاديې پشتون اېجوکېشن ډويلپمنټ مومنټ غړي ظريف وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي ؤ، دوي د پښتنو د کلتور د ورځې په مناسبت يوه دستوره راجوړه کړې او په دغه وخت پرې د اسلامي جمعيت طلبه ډنډو په لاس هلکانو حمله کړې او ګڼ شمېر پښتانه محصلين يې ژوبل کړي.

د تازه پېښې په اړوند د اسلامي جمعيت طلبه تنظيم لخوا کوم غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.

راپورونه وايي اسلامي جمعیت طلبه تنظيم په پنجاب پوهنتون کې خپل اثر لري او د تشدد د لارې په نورو خلکو خپل سوچ مني، که څه هم دغه ډله دعوه کوي چې د خلکو او طالبعلمانو ملاتړ ورسره دی ولې راپورونه وايي چې دغه تنظيم خپل پلويان د تشدد د ګواښ لاندې ساتي.

د نيويارک ټائمز ورځپاڼې د يو راپور ترمخه څه موده وړاندې د اسلامي جمعيت طلبه طالبعلمانو په پوهنتون کې يو هلک په دې خبره وهلی چې د ملګرې جينۍ سره نزدې ناست ؤ او دوي دې عمل ته يې غېر اسلامي ويلي ؤ.

د پنجاب پوهنتون د طالبعلمانو په وينا د اسلامي جمعيت طلبه هلکان د پوهنتون استازان او انتظاميه هم د تشدد دګواښ لاندې ساتي، او د دغه لارې خپله خبره په زور په خلکو مني.

XS
SM
MD
LG