لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سي آی اې مشرې په ترکیه کې د خاشقجي د وژل کېدو په اړه پلټنې کړي


واشنګټن: سعودي عربستان وايي، په استنبول کې د ریاض په کونسلګرۍ کې سعودي خبریال جمال خاشقجي د ترکیې لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ له مخکې نه د یو جوړ شوي پلان په ترڅ کې وژل شوی دی.

سعودي په لومړیو کې ویلي وو چې خاشقجي د کونسلګري د شا له دروازې څخه وتلی او دوی نه پوهېږي چې هغه اوس چېرې دی.

له هغې وروسته بیا دوی وویل چې خاشقجي په کونسلګرۍ کې په لومړۍ جګړه کې مړ شوی دی.

په دې وروستیو کې سعودي ویلي وو چې خاشقجي هغه مهال ووژل شو کله چې له کونسلګرۍ څخه د تېښتې د مخنیوي پر وخت یې پر مرۍ باندې فشار راغی او خپک کړای شو.

اخوا د امریکا د استخباراتي ادارې مشره جینا هسپېل دا مهال په ترکیه کې ده تر څو د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه پلټنې وکړي.

د امریکا معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ لیکلي چې مېرمن هسپل د خاشقجي د شکنجې او وژلو پر وخت ثبت (ریکارډ) شوي غږونه اورېدلي دي.

ورځپاڼه د یو کس له خولې چې دغه غږونه یې اورېدلي دي لیکلي دي، چې دا غږونه دومره زړه بوږنونکي وو چې کولای شي په امریکا باندې فشار راوړي ترڅو د خاشقجي د وژلو په پېښه کې سعودي عربستان ګرم وګڼي.

تمه ده، مېرمن هسپل به نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته معلومات ورکړي.

جمال خاشقجي د سعودي عربستان پر حکومت سختې نیوکې کولې او واشنګټن پوست ورځپاڼې ته یې کار کاوه.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ، چې په وار وار یې سعودي ته د یو غوره ملګري په سترګه کتلي څوک چې له امریکا څخه ټانکونه، بمونه او الوتکې رانیسي، داسې ښکارې چې د خاشقجي په وژنه کې یې په ولیعهد محمد بن سلمان باندې شکونه زیات شوي دي.

ټرمپ وال سټریټ ژورنال ته ویلي:

"دا مهال هلته ولیعهد زیات کارونه پرمخ وړي نو ځکه که ددې تر شا هلته څوک وي نو کیدای شي همدی وي. "

بل پلو د بخښنې نړیوالې ادارې د خاشقجي د وژل کېدو په اړه د ترکیې لخوا د سخت غبرګون ښودلو هرکلی کړی خو هیله څرګندوي چې ترکیه باید د خپلو خلکو په وړاندې هم عدالت باوري کړي.

یاده اداره وايي، په ترکیه کې د ناکامې کودتا وروسته زیاتره نیول شوي کسان لا تر اوسه هم عدالت ته نه دي وړاندې شوي چې په هغو کې په لسګونو خبریالان او د بشر د حقونو فعالین هم شامل دي.

د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي، لا تر اوسه هم په ترکیه کې ۱۳۰۰۰۰ نیول شوي کسان محکمې ته سترګې په لاره دي.

دغه کسان په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال له ناکامې کودتا څخه وروسته له خپلو دندو نیول شوي وو چې د بخښنې د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په ډېرو سختو حالاتو کې ژوند کوي.

یاده اداره وايي، حکومت لا تر اوسه په دې کې پاتې راغلي چې ددغو کسانو د ناوړه کړنو په اړه کوم ثبوت وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې ترکیه د وژل شوي سعودي خبریال په اړه د بشپړو پلټنو غوښتنه کوي، څېړونکي وايي، د ترکیې حکومت باید له خپلو خلکو سره هم ورته عدالت ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG